دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۴۶
د مطلب کود : 213297
خلیل‌زاد څه غواړي؟
د افغانستان سولې له‌پاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد یو ځل بیا په سفر راوتی او غواړي د سولې په اړه د شویو پرمختګونو ارزونه وکړي؛ هغه پرمختګونه چې هېڅ نه لمس کېږي. د امریکا بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې خلیل‌زاد به دوحې، تاشکند او اسلام‌اباد ته سر ورښکاره کړي، خو له کابل څخه بیا د لیدنې په اړه څه نه‌دي ویل شوي. د روان سفر عمده هدف، د هغو ژمنو په اړه خبرې ښودل شوي چې تر اوسه پلې شوې نه‌دي او یا یې د عملي کولو له‌پاره باید پر لارو چارو باندې فکر وشي.

 بین‌الافغاني خبرې اترې، د تاوتریخوالي کموالی او د بندیانو خلاصون له هغو موضوعاتو ګڼل کېږي چې نه یوازې د بېلابېلو لوریو ترمنځ پرې د نظر اختلافات موجود دي، بلکې د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ د ۲۹مې نېټې د سولې تړون له عمده ټکو هم ګڼل کېږي، خو هېڅ ګټور پرمختګ په کې نه تر سترګو کېږي، ځکه نه دغه تړون بشپړ عملي شو او نه یې د افغانستان له‌پاره کومه د پام وړ  نتیجه درلوده.
د ملکي تلفاتو زیاتوالی، چاودنې، د بېلابېلو افرادو ترور، د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې زیاتېدل او حتا د وسله‌والو له لوري په غور او ارزګان او همداراز د کابل پر چوک ارغندې باندې ډله‌ییز حملې، له هغو مواردو ګڼل کېږي چې ورځ تر بلې یې د زیاتوالي شاهدان یو.
خو دا چې د خلیل‌زاد دا وروستۍ سفر به د دغه بد وضعیت په کابو کولو کې څه ونډه ولري، لا له وخت مخکې خبره ده؛ که څه هم د نوموړي تېرو سفرونو د تاوتریخوالي په کمولو کې چندان اغېزه نه‌درلوده.
په هرحال سیمې ته د خلیل‌زاد دا سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو پر سر د اختلافاتو د حل او د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیلېدو په اړه ګنګوسې هم ډېرې شوې وي. شواهد ښيي چې حکومت او طالبانو د شاوخوا ۲۰۰بندیانو د خلاصون پر سر ستونزه درلوده؛ هغه بندیان چې د حکومت په وینا په تر ټولو خونړیو بریدونو کې یې لاس درلود او دوی یې خوشې کولو ته زړه نه‌ښه کاوه او غوښتل یې پر ځای یې نور کسان خوشې کړي.
د بین‌الافغاني مذاکراتو د ترسره کېدو په اړه هم خبرونه پر دې راڅرخي چې ښايي د جولای په نیمايي کې ترسره شي، مګر د ترسره کېدو د ځای په اړه یې لا هم پوښتنې موجودې دي چې ایا په دوحه، اسلام‌اباد او که تاشکند کې به ترسره شي؟ د تاشکند خبره ځکه مطرح ده چې مخکې د افغانستان حکومت له لوري په دوحه او اسلام آباد کې د بین‌الافغاني مذاکراتو د ترسره کېدو په اړه ښه نظر نه‌و موجود، په تېره بیا ارګ نه‌غوښتل چې دا خبرې دې دغلته ترسره شي.
مګر اوس ازبکستان ته د خلیل‌زاد له سفر او همداراز د دغه هېواد له لوري د افغانانو ترمنځ د خپل‌منځي خبرو اترو د کوربتوب له‌پاره تیاری، دا معنا ښندي چې ښايي همدغه هېواد د بین‌الافغاني خبرو اترو راتلونکی کوربه وي.
لنډه دا چې د سولې بهیر په اړه رنګارنګ خبرو او په دغه پروسه کې ځنډ او د دغه بهیر مبهم‌تیا خلک خورا ډېر نهیلي کړي، ځکه هېڅوک نه‌پوهېږي چې څه به پېښېږي او څه به کېږي؟ دا نهیلي او بې‌باوري له دې سرچینه اخلي چې د خلیل‌زاد بې‌محتوا سفرونه نور خورا ډېر تکرار شوي او هېڅ نوې خبره په کې نه‌تر سترګو کېږي او یا لږ تر لږه د افغانانو د خوندیتوب له‌پاره هېڅ زیری له ځانه سره نه‌لري؛ که څه هم چې خلیل‌زاد خپلو وروستیو سفرونو ته ډېر خوش‌بینه ښکاري او په دې عقیده دی چې د افغانستان جګړې غوټه به پرانیزي او امریکايي عسکر به روغ رمټ خپلو کورونو ته ستانه کاندي.
بالاخره دا چې خلیل‌زاد څخه غواړي او د څه په لټه کې دی، د قضیې یو اړخ دی، خو په دې منځ کې خلک له افغان حکومت څخه تمه لري چې له یوې خوا د سولې په خبرو کې له قوي موقف څخه راڅرګند شي او د بېلابېلو لوریو یو طرفه غوښتنو غاړه کې نه‌ږدي او له بل لوري له پټو معاملو څخه ځان وساتي او د سولې بهیر په اړه ګام په ګام ولس ته معلومات ورکړي او په داسې لارو چارو متمرکزه شي چې د افغانستان راتلونکې هوساینه او ثبات په کې نغښتی وي.
 
https://avapress.com/vdcjhte8auqev8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته