کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

وظیفوي مصؤنیت

16 سرطان 1399 ساعت 18:06



وظیفوي مصؤنیت یا د job Security په مدیریتي لحاظ هم ادارو ته او هم کارکوونکو ته یوه خورا مهمه خبره ده، دلته به د وظیفوي مصؤنیت پیژندنه، ګټې، زیانونه او دا راز به یې د افغانستان له شرایطو سره سم تشریح کړو.
وظیفوي مصؤنیت یانې څه ؟
هغه حالت ته ویل کیږي چې کارمندان وکولای شي، خپله دنده وساتي، چې د دندې له لاسه ورکولو چانس یې بیخي کم وي یا هم کارمندان د دې ډاډ حاصل کړي چې دنده له لاسه نه ورکوي.
یا وظیفوي مصؤنیت هغه حالت دی، چې د کارمندانو له حقونو ساتنه وشي او په رواني لحاظ دې ته جوړ وي، څو په سمه توګه کار وکړي.
وظیفوي مصؤنیت په دې مانا دی، چې ګمارونکی د کارمندانو له کارڅخه راضي وي او بیړه نه لري چې خپلو کارمندانو ته ځواب ورکړي.
دا حالت د کاروبارونو په ښه کیدو سره لا تضمینیږي او د تجارت په خرابېدو سره یې له لاسه ورکولو چانس زیاتیږي، په دې مانا، چې وظیفوي خوندیتوب یوازې د کارمندانو په لاس کې نه دی؛ بلکې په دې کې د مارکیټ، اقتصاد، سیاست او ټکنالوژۍ اړخونه هم شامل دی.
دلته به یې یوازې په ټکنالوژيکي اړخ لږه رڼا واچوو؛ په هغو اقتصادي سکتورونو کې چې بشري او ټکنالوژيکي قوې په ګډه کار کوي، ډیر وخت د نوو ټکنالوژيکي پرمختګونو سره بشري قوې په ټکنالوژيکي هغوی بدلیږي او معمولا يې علت د ماشینونو مصرفي ګټې دی. د بېلګې په توګه، په روان کال کې مایکروسافټ کمپنۍ پرېکړه وکړه، چې د خپل خبري وېبسایټ ۵۰ کارکوونکي رخصت او دندې به یې روبوټونو ته وسپاري.
د کاروبارونو او سازمان روان پیژندونکي بیا وظیفوي مصؤنیت د دندې په رضایت پورې تړي، هر څومره چې کارمندان له خپلې دندې ډیر راضي وي، په هماغه اندازه خپلې دندې په موثر شکل مخته وړي، دوی په رواني لحاظ جوړ او خپله دنده په سمه توګه مخته وړي چې دا چاره په خپله وظیفوي مصؤنیت تامینوي.
ولې وظیفوي مصؤنیت مهم دی؟
ددې لپاره مهم دی، چې هم ادارې او هم کارمندان په ډاډه زړه د کارونو د اجرا لپاره له نوښت او اخلاصه کار واخلي.
ادارې مجبورې دي چې د خپلو کارمندانو له نوښتونو ګټه پورته کړي څو یې د کارونو په اجرا کې بهتروالی رامنځته شي. وظیفوي مصؤنیت د کارمندانو په رواني حالت هم اغیز لري پدې خاطر یې اهمیت زیات لیدل کیږي تر څو کارمندان په رواني لحاظ جوړ او د کار کولو جوګه وي.
همدې اهمیت ته په کتو د کار نړیوال سازمان (ILO) International Labour Organization په دې اړه یو لړ سپارښتنې لري چې دا مسله یې یوازې د ادارو او کارمندانو د وظیفوي مصؤنیت پورې نه ده تړلې؛ بلکې دا یې یوه ټولنیزه ښېګڼه یاده کړې ده، چې په بشري نړۍ زیات تاثیر لري.
په ټوله کې ویلی شو، چې په اوسنۍ نړۍ کې هېڅوک هم په ټولیزه توګه وظیفوي مصؤنیت نه لري؛ خو د دې چارې د ښه والي لپاره یو لړ ځانګړې لارښوونې شته، چې موږ وظیفوي مصؤنیت پکې تضمین کولای شو.
لومړی : په خپل نوښت او غوره کار سره ادارې ته داسې ذهنیت ورکړه چې له تا پرته یې د ادارې چلولو کې ستونزې رامنځته کیږي. دا چارې ستا په ښه کار کولو سره څرګندیږي هغه څه، چې هغوی ته هم ګټه رسوي او نه غواړي تا له لاسه ورکړي.
دویم : کاري ډله کې کار وکړئ کله چې په یوه ټیم کې د کار کولو وړتیا ولرې؛ نو د دې اړتیا نه پېښېږي چې تاسو ته دې اداره ځواب درکړي.
درېیم : مثبت او د خیر فکر ولرئ، دا کار نه یوازې په مدیریتي لحاظ؛ بلکې په ټولنیز ژوند کې هم خورا مهم دی، اداره تل هغه خلک له ځان سره ساتي چې بدبین او منفي ګرا نه وي.
څلورم : سخت کاره اوسئ. تاسې باید په دې پوه شئ چې اداره او شرکت تل له تاسې د خپل مسؤلیت ور اخوا د اضافه کار غوښتونکی وي، چې په لنډ مهاله توګه ځینې اضافه مسؤلیتونه درته سپاري؛ نو سخت کار وکړئ او د ادارې له لورې د اضافه کار په کولو سره مو تندی مه ګونځې کوئ.
پنځم : اړیکې پیاوړي کړئ، کله چې په یوه شرکت او اداره کې کار کوئ ستاسې د کاري چاپیریال سره سره د نورو برخو له افرادو سره هم مخامخ کیږئ، چې هغه خلک ستاسو له وړتیاوو او مهارتونو څخه باید خبر شي، چې دا چاره په ښو اړیکې ولاړه ده.
که اړیکې مو ښې وې؛ نو اداره هم نه غواړي چې تاسې رخصت کړي او که چیرته دا چاره ترسره شوه؛ نو لږ تر لږه ستاسو په اړه به نور خلک خبر وي، چې څنګه مهارتونه لرې.
په یاد ولرئ څومره چې زیات خلک او ادارې وپیژنئ، هغومره تاسې ته د لا کاري فرصتونو زمینه برابریږي.
شپږم : حساس واوسئ، د کارونو پر وړاندې اجراتو کې له احتیاط او دقت څخه کار اخلئ په دې مانا، چې پریکړې کولای شي، چې ستاسې وظیفوي مصؤنیت پیاوړی او یا وننګوي؛ ځکه باید په خورا دقت سره برخورد وکړئ او همدارنګه حساس واوسئ خپل کاري وخت، رخصتي، د خبرو اترو طرز، لباس، له مسوولینو او نورو کارمندانو سره صمیمي چلند حتما د وظیفې په تداوم او ختمېدو اغېز لري.
اووم : د نويو فرصتونو او دندو په لټه کې اوسې، په یاد ولرئ، چې ستاسې تر ګمارلو وروسته سمدستي یا هم په لږ ځنډ سره اداره ستاسو د بدیل په فکر کې وي، چې څنګه تر تاسو وړ او په ټیټ معاش بل کارکوونکی پیدا کړي؛ نو تاسو هم لاس په کار شئ؛ ځکه د بلې دندې لپاره ښه او بهترین وخت هغه دی، چې تاسو په دنده کې یاست.
په دې توګه په سړه سینه بله دنده موندلی شې او نوې ادارې ته په برترۍ ورتللی شئ؛ خو په یاد ولرئ، چې دا پلټنه باید د اوسنۍ ادارې له مسوولینو پټه ترسره شي، ګنې اوسنۍ دنده به هم له لاسه ورکړئ.
د وظیفوي مصؤنیت ګټې
۱ : کارمندان په روحي لحاظ ښه وي او فکر یې نوښتونو ته وي.
۲ : د کارمندانو وظیفوي مصؤنیت د یوې ادارې د ثبات ښودنه کوي.
۳ : کارمندان تشویقیږي چې خپله وړتیا نوره هم زیاته کړي؛ ځکه د اوږد مهال لپاره په یوه اداره کې پاتې کیږي.
۴ : کارمندان خپل راتلونکي ته فکرمند نه وي.
۵ : غوره او با استعداده کارمندان هغه ادارې خوښوي، چیرته چې کاري خوندیتوب موجود وي.


د وظیفوي مصؤنیت زيانونه
۱ : په ځینو ادارو کې چې کارمندان پوه شي دنده، ترې نه اخیستل کیږي بیا؛ نو هیڅ د مسؤلیت احساس نه کوي، چې دې کار سره د موخو ترلاسه کېدلو کې خنډونه واقع کیږي او د کار موثریت یې له منځه ځي.
۲ : نوښتونه نه رامنځته کیږي؛ ځکه نوي کارمندان نه راځي او پخوانیو کارمندانو چې څه لرل؛ نو له ادارې سره یې شریک کړي دي.
۳ : کله چې کارمندان پوه شي، چې دنده یې خوندي ده، د نويو مهارتونو د ترلاسه کولو د زده کړې هڅه نه کوي.
۴ : ډیر وخت په یو ځای او یوه بست پاتې کېدل ستړيا او بې تفاوتي رامنځته کوي.
۵ : کارمندان له نويو او د ډیر عاید لرونکي له دندو بې برخې کیږي.


افغانستان او وظیفوي مصؤنیت
لکه د نورو مسایلو په څیر په افغانستان کې وظیفوي مصؤنیت یا نشته او یا هم په ډیر ټیټ رديف کې قرار لري، په دولتي کچه د پنځمو، شپږمو او اوومو بستونو کې وظیفوي خوندیتوب په لوړه کچه دی؛ خو له دې ور اخوا حتا د رئیس جمهور لومړی معاون هم د خپلې دندې د مصؤنیت ضمانت نه لري.
په خصوصي سکتور کې په دې برخه کې ستونزې ډیرې زیاتې دي، چې په ځینو ادارو کې هیڅ نوعه کاري مصؤنیت نه دی موجود یوازې ځینې نړیوالې ادارې په دې برخه کې ځینې اصولو ته ژمنې دي او په اسانۍ نه غواړي خپل کارمند له لاسه ورکړي.
د دندې نه مصؤنیت یو لامل دا هم دی چې ادارو ته د وړ کسانو پر ځای تنبل او بې کاره اشخاص نیول کیږي او داسې کسان په سمه توګه د ادارې اهداف نه شي ترلاسه کولی؛ نو اداره هم مجبوریږي چې نور کسان ونیسي او بیا هم همدا خبره تکراریږي او تر ډیره دا ستونزه لکه د یوه سایکل په څیر په اداره کې پاتې کیږي.
د بي بي سي فارسي د ۱۳۹۲ کال د راپور پر بنسټ د کار نړیوال سازمان د افغانستان له حکومته غوښتي و، چې د افغان کارګرانو وظیفوي مصؤنیت لپاره کوټلي ګامونه واخلي.
بلخوا د ۱۳۹۴ کال د یوه بل راپور پر اساس د سیمه ييزو اورګانو خپلواکې ادارې د هماغه وخت مشر غلام جیلاني پوپل هم د هېواد د بشري سرچینو له ولایتي مسؤلینو غوښتي و، چې وظیفوي مصؤنیت لپاره کار وکړي او کارمندان دې د لیاقت له مخې وګماري.
له دې خبرونو معلومیږي، چې په افغانستان کې کارکوونکو لپاره وظیفوي مصؤنیت نه شته او نه یې هم په اړه کار شوی دی، چې بنسټیزه ستونزه یې د مصلحت او سیاسي بې ثباتۍ په په اساس د کارمندانو نیول دي.
لیکوال او استاد ضیاء دانش یوه مقاله کې، په افغانستان کې د وظیفوي مصؤنیت نه شتون د دې لامل ګڼلی، چې په دولتي ادارو کې فساد ته لاره هواره شي، دی زیاتوي چې له قانون څخه نا خبري د دې لامل شوی، چې د کارمندانو وظیفوي مصؤنیت له منځه لاړ شي. نوموړی وړاندیز کوي، چې کارمندان دې د وړتیا پر اساس وګمارل شي، ترڅو دا ناورين ختم شي.

 


د مطلب کود: 213901

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/article/213901/وظیفوي-مصؤنیت

آوا
  https://www.avapress.com