دخپریدو نیټه :جمعه ۲۰ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۵۴
د مطلب کود : 214205
د افغانستان د حکومت مسلطه بڼه رياستي ده!
د فرانسې، روسيې او د امريکا د متحده ايالاتو د سياسي رژيمونو له ځانګړنو څخه د افغانستان سياسي رژيم متشکل دی، په دې اساس د افغانستان په سياسي رژيم کې د رياستي او پارلماني سياسي رژيمونو ځانګړنې راجمع شوې، ولې مسلطه بڼه پکې د رياستي سياسي رژيم ده، نو ځکه مونږ ورته شبه رياستي رژيم (( رياستي ته ورته رژيم )) هم ويلای شو.

د افغانستان په سياسي رژيم کې د رياستي رژيم ځانګړنې عبارت دې له: د اجرائيه، مقننه او قضائيه قوې په سر کې د جمهور رئيس موقعيت، د وزير په توګه د ملي شوری د غړي ټاکنه او په شوری کې د هغه غړيتوب پاې ته رسيدل، د جمهور رئيس په وړاندې د وزيرانو مسوليت، د حکومت له خوا د تقنيني فرامينو صدور، د بودجې او مالي چارو په اختصاص سره د حکومت له لورې د قانون د طرحې وړانديز، د حکومت له خوا د تقنيني طرحو د وړانديزونو په تصويب کې د ملي شوری زماني محدوديت،د حکومت له خوا د بودجې او د پورونو د وړانديزونو په تصويب کې د ملي شوری زماني محدوديت.
د افغانستان په سياسي رژيم کې د پارلماني رژيم ځانګړنې عبارت دې له: د ملي شوری او ولسي جرګې د تائيد وروسته د جمهور رئيس د يو شمېر واکوونو انفاذ، ملي شوری ته د جمهور رئيس د استعفی اعلام،د جمهور رئيس د مرستيالانو د استعفی او مړېنې په صورت کې د بل مرستيال/ مرستيالانو ټاکل د جمهور رئيس په وړانديز او د ولسي جرګې په تائيد صورت نېسي، د ولسي جرګې په وړاندې د جمهور رئيس او وزيرانو مسوليت، د ملي شوری د دواړو جرګو څخه هره يوه د بحث وړ موضوعاتو د کتنې لپاره د داخلي وظايفو د اصولو له مخې د کميسونونو جوړول، د حکومت د اعمالو د څېړنې او کتنې لپاره د ولسي جرګې له خوا د يو ځانګړي کميسون ايجاد،د حکومت د مهمو چارو او اقداماتو د تنفيذ لپاره د ملي شوری د تائيد شرط،د ولسي جرګې له خوا له هر يوه وزير څخه د استيضاح، پرمختيايي پروګرامونو، دولتي بودجې او د مقرريو د تائيد يا رد په باب د تصميم نيول، د ولسي جرګې له لورې د وزيرانو استيضاح او هغوی ته د نه باور د رايې کارول، د ملي شوری د کميسونونو له لورې د وزيرانو څخه پوښتنې کول، د قانون په توشيح کې د جمهور رئيس زماني محدوديت او په ولسي جرګې پورې د قانون د انفاذ د وروستي واک مشروط کيدل، د ملي شوری د غړيو له خوا د بودجې او مالي چارو پرته د قانون د طرحې پيشنهاد، ملي شوری ته د روان کال د بودجې له اجمالي حساب سره يو ځای د راتلونکي کال بودجه وړاندې کول، د ملي شوری په غونډو کې د وزيرانو ګډون، او د ملي شوری د دواړو جرګو له خوا خپلو غونډو ته د وزيرانو د حاضرېدو غوښتنه، د مقننه قوې د يو جز په توګه د لويې جرګې له خوا د جمهور رئيس محاکمه کول.
https://avapress.com/vdcjyxe8iuqev8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته