دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۴۳
د مطلب کود : 214720
د حکومت دا بې‌غوري د کلونو په اوږدو کې د دې سبب شوې چې پاکستاني پوځیان نور هم سپین‌سترګې شي، ان له پولې دې غاړه راواوړي او حتا د پوځي تاسیساتو په جوړولو لاس پورې کړي. د تېرې سه‌شنبې او چهارشنبې په ورځو پاکستاني پوځيانو د خپلو پوځي تحرکاتو په ترڅ کې پر کونړ راکټي بریدونه وکړل چې ورپسې د افغانستان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته وشوه.
اوس ویل کېږي چې دغه نښته پای ته رسېدلې او ډپلوماتیکي هڅې پیل شوې دي. دغه نښته د کونړ ولایت په نواپاس کې شوې وه چې په نتیجه کې یې ۶تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۹نور ټپیان دي.
د پاکستاني پوځیانو د راکټي بریدونو له کبله بیا د استوګنې څو کورونه ویجاړ شوي دي. په ټوله کې ویلی شو چې پاکستان په تېرو دوو لسیزه کې په ځلونو ځلونو دې لور رادانګلي او راکټونه یې ورولي دي. ډېری مبصرین وايي، پاکستان دغه بریدونه د عرضي پراختیا او پرمختیا په غرض کوي.
دا خبره ځکه صدق کوي چې په ډېری سیمو کې خلک له خپلو مېنو کډه شوي او سیمې خالي پرتې دي. د کونړ والي ویاند عبدالغني مصمم د وروستۍ نښتې په اړه وايي: «نښته هغه مهال رامنځ شوه چې پاکستاني پوځيانو د ډیورند پر فرضي کرښې تحرکات وکړل، توغندي یې وویشتل او افغان ځواکونو پر ځوابیه اقدام لاس پورې کړ.» که څه هم کلونه کلونه د افغانستان حکومت د ښه ګاونډيتوب او حسن نیت له مخې د پاکستان پر وړاندې له نرمې موضع څخه راڅرګند شوی، خو دا ځل ‎د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د افغان پوځیانو غبرګون ستایلی او ويلي يې دي چې د ستونزې د ډپلوماتیک حل په لټه کې دي. د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ځوابیه بریدونو په نتیجه کې پاکستاني پوځیانو اوربند ته غاړه اېښي او سیمه اوس کراره ده. پاکستاني پوځیان نه‌یوازې وخت ناوخت په سرحدي سیمو په تېره بیا په صفري نقطو بریدونه کوي، بلکې په ځینو سیمو کې مخته هم راغلي او حتا ځای ځای یې پوځي پوستې جوړې کړې او دروازې یې اېښې دي.
سربېره پر دې سلګونه کیلومټره اغزن سیم یې هم غځولی دی. همدا پرون یې د ننګرهار په دور بابا سیمه کې یوه نوې دروازه کښېوده چې د خلکو حساسیت یې راوپاراوه. که څه هم د افغانستان په نسبت د پاکستان په تېره بیا د هغه هېواد د پوځ او استخباراتو اجنډا او ستراتیژي څرګنده ده او ټول ترې خبر دي، خو د پوښتنې وړ ټکی دا دی چې نه‌ افغان حکومت د دغو حملو په اړه په واقعي معنا جدي غبرګون ښودلی او نه هم په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو دا مسله جدي نېولې ده؛ حال دا چې افغانستان له امریکا او ځینو نورو هېوادونو سره د ستراتیژیکو همکاریو امنيتي تړونونه لري او دوی اړ کوي چې له افغانستان ودرېږي.
د منتقدینو په خبره، په داسې مواردو کې په کار ده چې ولسونه هم خپله چوپتیا ماته کړي. دوی ولسي خوځښتونه د تغییر او بدلون ستر عامل بولي او وړاندیز کوي چې په پټه خوله باید د دغو حملو ننداره ونه‌شي، که نور هېڅ نه‌وي، اړتیا ده چې مدني غبرګونونه او مظاهرې وشي، څو نړیواله ټولنه دغې مسلې ته متوجه شي. لنډه دا چې پاکستان یا د دغو بریدونو پر مټ په سیمه کې د تروریستي ډلو ټپلو فعالیتونو ته د زمینې برابرولو په لټه کې دی، یا دا چې د پراختیاغوښتنې سیاستونه تعقیبوي؛ هغه مسئله چې په تشو غندنو او بې‌اغېزو سیاستونو یې مخه نه‌شي نیول کېدلی. 
https://avapress.com/vdcb5ab5grhb8zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته