دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۰
د مطلب کود : 215164
د عامه محافظت تصدۍ پورې اړوند دولتي ځواکونو کابل کې د «اېم ډي سي» ماین پاکۍ بنسټ چارواکي او کارکوونکي له خپل دفتره بیرون کړل. د دغه بنسټ مسوول شهاب حکیمي د امنیتي ځواکونو دا کړنه د قانون ماتونه ګڼي او وايي چې دغو ځواکونو له څلورو ورځو کلابندۍ وروسته هغه او همکاران یې د دغه دفتر پرېښودو ته اړ کړل.

د ام، ډي سي ماین پاکوونې مرکز مشر ادعا کوي چې، د خوشحال سعادت په مشرۍ د عامه ساتنې تصدۍ ځواکونو د کابل د نادرخان تپې په څنډو کې د دغه بنسټ له څو ورځني کلابندۍ وروسته، بلاخره د سې شنبې په ورځ دوی له دغې سیمې په زور سره وشړل.
د پاین پاکۍ مرکز مسوول شهاب حکیمي وايي:«له ډېرې بې شرمۍ سره په زور دفتر ته راننوتل او پرسونل یې ګواښه او ما له ډېرې حوصلې کار واخیست.»
د ولسمشر په یوه فرمان کې راغلي دي چې د اېم ډي سي بنسټ اوسني جایدادونه د ملي دفاع وزارت او کرنې او اوبو لګولو وزارت ملکیت دی او د عامه محافظت تصدۍ ته دې ورکړل شي.
خو د ولسمشر په یوه پخواني پنځه کلن فرمان کې دغه جایداد لوړو زده کړو وزارت ته د یوه پوهنتون د جوړېدو لباره ورکړل شوی دی.
د ولسي جرګې غړې شګوفه نورزي وايي:«هر څوک چې په دې برخه کې مشوره ورکوي باید ډېر دقیق وي او مشوره ورکړي.»
د عامه محافظت تصدۍ مشر خوشحال سعادت چې پر یاد مرکز پر یرغل تورن دی؛ په دې اړه ځواب ویلو ته چمتو نشو.
خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي بیا داسې وايي:«زما په اند ګرم ادارې دي، همدا ادارې چې بدلونونه یې وغوښتل دلته راشي، حتا لوړو زده کړو وړاندیز وکړ د اړتیا پر بنسټ یې له دې پرته چې نورو ادارو خپلې ستونزې ویلي وي. حتا د شته ادارې ستونزه وه.»
شاوخوا دوه اوونۍ مخکې هم د دغه مرکز مسوولینو ادعا وکړه چې، د عامه محافظت د تصدۍ د مشر لخوا ګواښل شوي؛ چې له دغې سیمې ووځئ.
https://avapress.com/vdcepn8wejh8zzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته