دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۷
د مطلب کود : 215568
۱۹ کلنه مبارزه او لا هم په افغانستان کې القاعده
د ملګرو ملتونو سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي چې د القاعده ترهګریزه شبکه د افغانستان په ۱۲ولایتونو کې پټ فعالیت لري او د دې ډلې مشري هم په افغانستان کې ده.
په دې راپور کې راغلي چې د القاعده شبکې مشرتابه له حقاني شبکې سره خپلې اړیکې ساتلې دي او د تېرې فبرورۍ په میاشت کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د حقاني شبکې له یو لوړپوړي غړي یحیا حقاني سره لیده کاته هم کړي دي. حقاني شبکه له طالبانو سره ولاړه شبکه ده.
د دې راپور له مخې القاعده دمګړۍ په افغانستان کې له ۴۰۰ تر ۶۰۰ پورې جنګیالي لري.
په ۲۰۰۱ میلادي کال کې امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم افغانستان ته راودانګل. دا دی له هغې مودې او ژمنو کابو ۱۹ کاله تېرېږي، خو لکه څنګه چې لیدل کېږي امریکا له افغانانو سره په کړیو ژمنو کې پاتې راغلې ده. ځکه لا هم په افغانستان کې جنګ روان دی او لا هم خطرناکې جنګي ډلې پکې فعالې دي. له بل لوري لکه چې احساسېږي او لیدل کېږي، په دې کلونو کې نه یوازې په افغانستان کې د ښې حکومتولۍ لپاره کومه اساسي هڅه ونه‌شوه، بلکې توافقي جوړښتونو ته مخه وشوه چې په ډموکراسۍ باندې يې د خلکو باورونو ته زیان ورساوه. په افغانستان کې د القاعده حضور، د امریکايي ځواکونو وتل او د سولې روان ټکنی بهیر هغه څه دي چې ګڼې پوښتنې يې افغانانو ته پیدا کړې او د راتلونکي په نسبت ډېر اندېښمن دي. افغانان پوښتي، امریکايي ځواکونه چې ۱۹کاله مخکې د القاعده شبکې د له منځه وړلو لپاره راغلي وو، نن په افغانستان کې د دې شبکې شتون څه معنا لري؟ امریکا تر دوو کلونو هڅو وروسته له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېده چې په افغانستان کې سوله راشي. اوس هم د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سفرونو په یو تازه دور وتلی او تمه ښودل کېږي چې د افغانستان سولې پاتې اساسي او وروسته مرحله پای ته ورسوي. د امریکا او طالبانو په هوکړه کې یوه اساسي مساله له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو ختمېدل وو، ایا امریکا دا مساله له نظره غورځوي او بې اهمیته ورته ښکاري؟ که چېرته د امریکا او طالبانو د تړون په اساس سوله راشي، په دې هېواد کې د ترهګرو ډلو او په تېره د القاعده په شتون کې سوله به څرنګه وي؟ آیا د القاعده حضور خو به د سولې راتلونکې له ګواښ سره نه مخامخ کوي او له سولې وروسته وضعیت به څنګه؟ د دې اندېښنو په نظر کې نیولو سره دوې نورې پوښتنې چې رامنځته کېږي او د افغانستان حکومت او امريکا ته متوجه دي، دا دي چې دوی په دې برخه کې څه پلان او برنامه لري. ایا د القاعده شتون ورته اندېښمونوونکی څرګندېږي او څنګه؟ دا هغه پوښتنې دي چې په رښتني او اساسي توګه باید ورته ځواب ورکړل شي او د افغانانو قناعت ترلاسه شي، پرته له دې که هر ډول اقدام ترسره کېږي، هغه به نه د افغانستان په ګټه وي او نه به د نړۍ په ګټه تمامېږي. 
https://avapress.com/vdccepqi42bqsp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته