دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۵۱
د مطلب کود : 217082
د اماراتو او اسرائیلو ترمنځ د اړیکو عادي کېدل ایران ته څه معنی لري؟
ایران کی د اسرائیلو او متحده عربي اماراتو د اړیکو د عادي کولو په وړاندې غبرګون د حکومت نورو دریځونو ته ورته دی. ایران د متحده عربي اماراتو او اسرائیلو ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو په وړاندې له غصې ډک غبرګون څرګند کړ چي امکان لري په تهران باندې په ځانګړې توګه وروسته له دې فشار زیات کړي چې ځینو امریکايي او اسرائیلي چارواکو وویل، د سیمې نور هېوادونه هم کېدای شي ورته لار خپله کړي. د ایران ولسمشر حسن روحاني د متحده عربي اماراتو د مشر شېخ محمد بن زاید دغه پرېکړه یوه لویه تېروتنه وګڼله.

روحاني اماراتو ته خبرداری ورکړ چې اسرائیلو ته اجازه ورنه‌کړي چې سیمه کې د پښې ځای ومومي.
د ایران د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز جنرال محمد باقري هم وویل چې د اماراتو او اسرائیلو د سولې په نتیجه کې به د اماراتو په وړاندې د تهران چلند بدل شي.
هغه وویل که په فارس خلیج کې څه پېښ شول او د ایران ملي امنیت ته تاوان ورسېد، نو مسئول به‌یې امارات وي.
په ایران کې ګڼ خلک په دې نظر دي چې د اماراتو او اسرائیلو ترمنځ ژورې اړیکې او په سیمه کې د اسرائیلو د حضور پراختیا به د ایران سیمه‌ییزو اهدافو او ګټو ته تاوان ورسوي.
ایران اوس هم د امریکا د بندیزونو له امله تر سخت اقتصادي فشار لاندې دی او کرونا وبا هم په سیمه کې تر ټولو زیات ځپلی.
رسمي شمېرې وایي ۳۴۰ زره کسان په ایران کې په کرونا اخته شوي دي او تقریباً ۲۰ زرو کسانو ژوند بایللی دی.
د امریکايي ځواکونو له‌خوا د ایران د قدس ځواکونو د قوماندان جنرال قاسم سلیماني وروستۍ وژنه د ایران رژیم ته یو بل ګزار و.
پخواني ډیپلومات او سیاسي کارپوه فریدون مجلسي یوه ایراني وېب‌سایټ سره خپلې وروستۍ مرکه کې وویل، شک نه‌شته چې د اسرائیلو د امنیت په زیاتولو او کمولو کې لوی عامل په ایران باندې د فشار زیاتول او کمول دي.
د ایراني رسنیو راپورونه وايي چې د اماراتو او اسرائیلو د اړیکو په عادي کېدو سره به د ایران خلاف د اسرائیلو جاسوسي هلو ځلو کې اسانتیا راشي او امکان لري چې اسرائیل ایران ته څېرمه د استخباراتي معلوماتو د ټولو یو مرکز جوړ کړي.
دغه راپورونه وروسته له دې خپرېږي چې تېرې جولای میاشت کې د نطنز په اټمي تأسیساتو کې یوه مرموزه چاودنه وشوه او په دې وروستیو کې د ایران په څو ځایونو کې چاودنې او د اور لګېدو پېښې وشوې چې ورپسې داسې ډنډورې خپرې شوې چې ګواکې د اسرائیلو په‌کې لاس وو.
نور راپورونه وايي د اماراتو او اسرائیلو د اړیکو رسمي کېدل به د ایران او اماراتو سوداګریزو اړیکو ته تاوان ورسوي.
د ایران د سوداګرۍ خونه امارات خپل لوی تجارتي شریک ګڼي.

سید هادي برهاني په تهران کې مېشت یو بل کارپوه وایي د ایران ډیپلوماتیکې ادارې باید اماراتو ته په ډاګه کړي چې ایران به داسې یو اماراتو ته چې اسرائیلو سره اړیکې ولري د پخوا په سترګه ونه‌ګوري.
هغه اسرائیل د ایران تر ټولو مهم دښمن وګاڼه او زیاته‌یې کړه چې تهران باید خپل غبرګون د نورو اسلامي او عربي هېوادونو سره همغږی کړي او د اماراتو په وړاندې له یو اړخیزو اقداماتو باید ډډه وکړي.
د ایران د پارلمان یو پخواني غړي علي مطهري امارات په خیانت تورن کړ، خو دا یې هم وویل چې د ایران حکومت هم ملامت دی.
ښاغلي مطهري چې تل د حکومت په پالېسیو انتقاد کوي په خپل تویټ کې ولیکل چې موږ عربان ووېرول او په لوی لاس مو د اسرائیلو غېږې ته ورټېل وهل.
متحده عربي اماراتو او اسرائیلو تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د یوې هوکړې په اساس چې امریکا یې مینځګړیتوب وکړ په خپلو منځو کې همکاري او د اړیکو عادي کول پیلوي.
اسرائیلو په هوکړه‌لیک کې منلې چې خپلې خاورې سره د لوېدیځې غاړې د ځینو سیمو یوځای کول چې ګڼ هېوادونه‌يې هم مخالف دي، دروي.
متحده عربي امارات وروسته له اردن او مصر څخه درېیم عربي او اسلامي هېواد او د خلیج لومړنی هېواد دی چې اسرائیلو سره خپلې اړیکې عادي کوي.
https://avapress.com/vdcfced00w6dyxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته