دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۴
د مطلب کود : 217613
طبیعي پېښې او زموږ بې‌تدبیري
دا سیلابونه د پروان ولایت په مرکز چاریکارو کې تېره شپه ناوخته راووتل او خلک يې بیخي غافل‌ګيره کړل. د پروان ولایتي چارواکي وايي، په دې سیلابونو کې د چهار شنبې ورځې تر مازیګره د چارواکو له خوا د ورکړل شویو شمېرو پربنسټ ۷۱ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ ډیر نور ټپیان دي. د والي ویاندې وحيده شهکار رسنیو ته وویل چې اوښتي زیانونه خورا ډېر دي او ښايي د مړو شمېره هم زیاته شي. محلي چارواکي دا ادعا هم لري چې د خلکو ژغورنې له‌پاره عملیات په چټکۍ روان دي او ممکن تر ماښامه دوام وکړي.

بېړنیو پېښو ته د رسېدو په چارو کې بیا د دولت وزارت په يوه اعلاميه کې ادعا کړې چې خلکو ته یې د سیلابونو راوتلو په اړه خبر ورکړی وو، خو چاته جدي نه‌دی نیولی.
د اعلامیې پر بنیاد د سیلابونو له کبله ۳۰۰کورونه ویجاړ شوي او زر کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. دمګړۍ بېړنیو پېښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني د خلکو ژغورنې عملیاتو د مدیریت او د زیانونو معلومولو په پار سیمه کې دی. تېر کال د اسد په ۱۲مه هم پروان ولایت د سیلابونو د راوتلو شاهد وو، خو په دې توپیر چې ځاني تلفات یې نه‌درلودل.
هغه مهال د سیلابونو په نتیجه کې ۳۰۰کورونه په سطحي ډول او ۲۵نور بشپړ تخریب شوي وو. خو جالبه دا وه چې هغه وخت چارواکو ژمنه کړې وه چې د «زیان‌ګاله»(آسیب‌پذیر) او «سېل‌بر» سیمو ارزونه به کوي او د اړتیا په صورت کې به اړین اقدامات کوي، خو له سږنیو سیلابونو داسې برېښي چې اړوندو ادارو په دې رابطه هېڅ نه‌دي کړي. نو ځکه سږکال بیا د یوې بلې فاجعې شاهدان یو. بل‌خوا بېړنیو پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له اعلامیې دا په ډاګه کېږي چې ګواکې خلکو دې هم له خبرتیا سره سره، بې‌غوري کړې وي، که نو شونې وه چې لږ تر لږه د انساني تلفاتو کچه راښکته شي. حکومت هم په دې برخه کې ګرم دی.
ځکه اړتیا وه چې د سیلابونو د اټکل تر یقیني کېدو وروسته یې سملاسي لاس اقدام کړی وای او حتا خلک یې په جبر له سیلابي سیمو (یا د سیلاب له ګواښ سره مخ سیمو څخه) بې‌ځایه کړي وای، خو داسې هېڅ اقدام او هڅه نه‌ترسترګو کېږي.
که له دې راتېر شو، په ولسي جرګه کې د پروان ولایت استازې ذکیه سنګین کلید راډیو ته په خپله نننۍ مرکه کې ویلي، کوم کورونه چې سیلاب وړي دي، په هغو ځمکو کې جوړ شوي چې د ځمکو غاصبانو په خلکو پلورلي او نسبتاً آسیب‌پذیره او د سیل په میسر کې پراته دي.
اوس د لوړې کچې ځاني او مالي زیانونو ته په کتو، نه‌یوازې دولتي او نادولتي مرستندویه ادارې باید د خلکو مرستې ته ور ودانګي، بلکې دا د حکومت مسئولیت دی چې د ځمکو غاصبان له ګریوانه راټینګ کړي او خلکو ته ترې جبران خساره واخلي.
ځکه دا دوی دي چې په بې‌وزله خلکو یې د سیلاب په مسیر کې شته پرتې غصب کړې دولتي ځمکې پلورلي او له دې درکه یې ملیونونه افغانۍ جیب ته کړې دي.
سربېره دې خلکو ته هم پکار ده چې کله د کورونو له‌پاره ځمکې پېري، په اړه یې ښه تحقیق وکړي او په داسې ځایونو کې ځمکې او جایدادونه وانه‌پېري چې د سیلاب په څېر د احتمالي خطرونو ګواښ ورته متوجه وي.
د دې ترڅنګ خلکو ته دا هم پکار ده چې د احتمالي طبیعي پېښو په اړه خبرداري جدي ونیسي او له دې لارې لږ تر لږه خپل ځان او کورنۍ خوندي کړي.
د دې ټولو ترڅنګ د هواپېژندنې او احتمالي طبیعي پېښو د اټکل ادارو ته هم پکار دي چې په فعالانه توګه عمل وکړي او په خپل وخت دغسې اټکلونه رسنیز کړي.
بالاخره که چېرې د خلکو، اړوندو ادارو او حکومت ترمنځ ښه همغږي او همکاري نه‌وي، سخته به وي چې د طبیعي پېښو پر وړاندې دې بریالتوب ترلاسه شي.
https://avapress.com/vdcfyed0mw6dyva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته