دخپریدو نیټه :شنبه ۸ میزان ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۳۰
د مطلب کود : 49715
دګډو عجولانه عملیاتو شاته غور ځول
امریکایي واکمنو اعلان کړی چې د ناتو ځواکونو له افغان ځواکونو سره ګډ عملیات له سره پيل کړي دي، نژدې لس ورځي وړاندېو دناتو واکمنو اعلان کړ چې د ناتو د نظامیانو پرضد د افغان ځواکونو د ډیرو بریدونو د مخنیوي لپاره لدې ځواکونو سره ګډ عملیات موقتأ محدودي او هغه یې د دوه، دوه ستور و لرونکو جنرالانو په تایید پورې اړوند کړی دي.
د امریکا د دفاع وزیر لیون پانه تا؛ویلي چې دناتو ځواکونو خپل ډیر ګډ عملیات له افغان ځواکونو سره له سره پیل کړي دي.
د امریکا د دفاع وزیر ویلي چې له یوکندک نه د لږ و سرتیرو په شتون د کوچنیو عملیاتود تایید د مقرارتو د وضعې په هکله تصمیم نیول، یوفوري تصمیم نیول وو.
دا په داسې حا کې دی چې د کتونکو په باور، ددغو عملیاتو نه ځنډول او نه دهغو نوې له سره پيل کیدل هیچ کوم یو به د افغان امنیتي ځواکونو او بهرنیو سر تیرو ترمنځ په اړیکو کې اغیز من واقع نه شي؛ ځکه هغه لاملونو چې په اصلطلاح د خپلمنځي بریدونو موجب ګرځي، په خپله د بهرنیو ځواکونو په ناستو کړنو او کتنو کې جرړې لري اړ ترهغه وخته چې دغه ډول کړنې او کتنې اصلاح نه شي، نه کولای پربهرنیو ځواکونو د افغان ځواکونو د مخ په زیاتیدونکو بریدو له پای ته رسیدو څخه ډاډمن شو.
له بلي خوا ویل کیږي چې د دې ډول بریدونو یوشمیر د افغانستان د امنیتي ځواکونو په وجود کې د وسله والو شورشي ځواکونو له نفوذ څخه څرچینه اخلي او دهغوﺉ د افغانستان دملي اردو او ملي پولیسو له یونیفورم څخه په ګټه اخیستني سره پر بهرنیو ځواکونو او ریلوي او په اصطلاح دخپلمنځي بریدونو موجب ګرځي.
د نظامي مسایلو د کتونکو او څيړونکو په باور، که څه هم چې د هیواد د امنیتي ځواکونو په بدنه کې دشټون هم ولري د هیواد له امنیتي ځواکونو سره دبهرنیو نظامیانو عجولانه ګډ عملیات وروسته غورځیدل به ددې زیان او خطر مخنیوي ونه کړای شي.
له بلي خوا، دبهرنیو ځواکونو عملیات که په ګډه توګه سرته ورسیږي او که په یوازې او خپلواک ډول سرته ورسیږي،د ډیرو هڅوونکو او فرهنګي ضد کړنو او حتي د هغو نړیوالو کنو انسیونونوماتوونکي ــ چې د امریکا ا نورو لویدیځو هیوادو هم هغه منلي لکه د غیر نظامیاو، جنګي بندیانو او نورو اصلي عاملین همدوی دي.
د ولسمشر کرزي بار بار غوښتنې چې تیره اونۍ یې هم د ملګرو ملتو د سازمان په عمومي غونډه کې یا دونه وکړه او تکرار شوه، پدې ټکې دلالت کوي چې افغانان او غیرنظامیان افغانان دبهرنیو ځواکونو د کړنو قربانیان دي.
ولسمشر په ډاکه، په افغانستان کې دنظامي ځواکونو له لرونکو هیواد څخه وغوښتل چې د افغانستان په کلیو او بانډو کې خپلې جګړې ته دپای ټکې کیږدي؛ ځکه چې ترهګري د افغانستان په کلیو او بانډو کې نشته او د افغانستان خلک تردې ډیر باید د جګړې تاوان ورنه کړي چې د افغانستان له پولو څخه خوا ریښې لری او له هغه ځایه یې لارښودنه او سازمان ورکوونه کیږي.
دا چې ولسمشر ټینګار کوي چې دافغانستان خلک باید ړړې جګړي تاوان ورنه کړي پدې معنا دی چې اوس بهرنیو ځواکونو دا جګړه د افغانستان په خلکو تپلې ده او داهغه واقعیت دی چې خلکو او غیر نظامیانو او افغان نظامیانو، هغه درک کړي دی او کیدای شي دخپلمنځي بریدونو د ډیرښت په نوم بردیونو د ډیروالي له اصلي دلایلو څخه یو هم همدغه وي او ګډو عملیاتو بیا پيلیدل کولای شي د بهرنیو ځواکونو پرضد د ایجاد شوو حساسیتونو پرحجم، دخلکو له خوا او هم د افغانستان د امنیتي ځواکونو له لوري زیاتوالی راشي.
کار پوهان باور لري چې مقطعي، موردي لنډې مهالي او پيښې د اصلي لاملونو له سنجش پرته کړنې کیدای شي په لنډه موده کې اغیز من واقع شي خونه شي کولای چې دتل لپاره معضلې ته دپای ټکی کیږدي.
دګډو وارخطا او عجولانه عملیاتو پيل او وروسته والی یوازې د خطر جدیت تیزوي خو په راتلونکې کې دهغه دبیاپیښيدو له امکان څخه کوم شی نه کموي.
د بهرنیو ځواکونو هر ډول ګډ او له ګډوالي پرته هر ډول نظامي فعالیتونه باید د افغانستان دنافذه قوانینو او نړیواله کنوانسیونونو ـــ په ځانګري ډول جګړې د حقونو او هم د افغانستان دټولنې دستني او ټولنیزو مذهبی با ورونو او دسنتي او تولنیزو رسومو او مذهبي او دیني باورونو او اعتقادونو د درناوی او پوره رعایتولو در لودونکي وي لدې پرته نه دهغوي شاته کول شي چې دخپلمنځي بریدونو د ډیرښت مخه ونیسي او نه دهغو دوباره پیلیدل ددې خطر او زیان په بشپړه ډول لیرې کول ښود لای شي.


سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdk50o.yt0nf6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته