کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پکتبکا ولایت کې

د افغانستان مارشال مرحوم محمد قسیم فهیم د رحلت دوهم تلین د ولایت مقام د غونډو په تالار کې په شانداره مراسیمو سره ولمانځل شو.

خبرگزاری صدای افغان(آوا) بغلان , 19 حوت 1394 ساعت 14:29


په یادو مراسیمو کې د پکتیکا مرستیال والي ښاغلی عطاالله فضلي، د ملکي او نظامي ادارو مسوولینو،د پکتیکا خلکو ګډون کړی وو.
په پیل کې د پکتیکا ولایت ویاند نبي الله پیرخیل د مارشال محمد قسیم فهیم ژوند لیک ولوست.
ورپسې د پکتیکا مرستیال والي ښاغلي فضلي وویل : مارشال د هېواد هوسایني لپاره زیاتي هڅې کړې تر ټولو لوی ارمان یې په هېواد کې د ملي وحدت را مینځ ته کیدل و، ورسته نورو ویناوالو هم د مارشال مړینه لویه ضایعه وبلله، هغه یې د ملي وحدت سمبول یاد کړ، د هغه مبارزه یې د جهاد او مقاومت له وخته بیا تر ننۍ ورځې پورې وستایله .
هغوی وویل نن چې مونږ په چوکیو ناست یو ملي اردو لرو،د همدې مبارزینو د خدمت او هڅو برکت ده،د غونډې ټولو ګډونوالو د مارشال روح ته دعا وکړه او ارواښاد ته یې د جنت فردوس پاتي شونو ته یې د جمیل صبر غوښتنه وکړه.


د مطلب کود: 123575

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/gallery/123575/1/د-افغانستان-مارشال-مرحوم-محمد-قسیم-فهیم-رحلت-دوهم-تلین-ولایت-مقام-غونډو-په-تالار-کې-شانداره-مراسیمو-سره-ولمانځل-شو

آوا
  https://www.avapress.com