دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۶
د مطلب کود : 203006
د سولې او یووالي د نړیوال بنسټ له خوا په سوېلي کوریا کې د واده زرګونو جوړو د یووالي په کلیسا کې ودونه وکړل. د واده دا مراسم د دې هېواد پلازمېنې سیول ته نژدې په ګاپیونګین کې د کورونا ویروس د ګنګوسې خپرېدو سربېره ترسره شول. سوېلي کوریا منلې چې په دې هېواد کې تر اوسه ۲۴ کسان په کورونا ویروس اخته شوي دي.

د واده په دې مراسمو کې ځینو جوړو ماسکونه اچولي وو، خو نورې ټولې ناوې او زومان له طبي ماسکونو سره حاضر نه شول.
 
https://avapress.com/vdcgzw9x3ak9zz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته