کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

انځوریز راپور / په مشهد مقدس ښار کې د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت ستر کنفرانس

خبرگزاری صدای افغان(آوا) مشهد مقدس , 31 جوزا 1401 ساعت 9:19

د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ایران په مشهد ښار کې د افغانستان د نهادونو او موسسو له خوا د خراسان رضوي ولایت د اتباعو او بهرنیو مهاجرینو د دفتر او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په همکارۍ د «وطن مهر» تر عنوان لاندې کنفرانس جوړ شو.


آوا - مقدس مشهد: په دغه کنفرانس کې چې پرون دوشنبه (د غبرګولي ۳۰) جوړه شوې وه، د خراسان رضوي ولایت د بهرنیو اتباعو او مهاجرینو عمومي رئیس او په مشهد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ استازي په دې اړه خبرې وکړې.
 
 کنفرانس د قرآن کریم په مبارکو آیتونو سره پیل او بیا د کنفرانس د منشي سید ابوطالب مظفري په وینا وکړه او د هنري او سپورتي نمایشونو، لنډ مستند فلم او د هغه شخصیتونو په ستاینه چي مهاجرینو ته ارزښتناک خدمتونه وړاندې کړي دوام وکړ.
 
د یادولو وړ ده چې د کنفرانس کې د خراسان رضوي د ولایت د اتباعو او مهاجرینو د ادارې د مشر سید علي قاسمي او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د مشرې اغلې مها قشور ترمنځ خبري کنفرانس ترسره شوه.
 
د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت د یوې اونۍ لپاره د د جوزا د ۳۰ څخه بیا د سرطان تر ۴ پوری د ۴ بجو څخه د شپې تر ۹ بجو پورې د افغانستان د فعالو بنسټونه او مرکزونه د انځوریزو هنرونو او وړتیاوي نندارتون، د شعر او نور هنري پروګرامونه د ایران په مشهد ښار کې جوړیږي.
 


د مطلب کود: 254561

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/gallery/254561/1/انځوریز-راپور-په-مشهد-مقدس-ښار-کې-د-کډوالو-نړیوالې-ورځې-مناسبت-ستر-کنفرانس

آوا
  https://www.avapress.com