دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۱۹
د مطلب کود : 254561
د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ایران په مشهد ښار کې د افغانستان د نهادونو او موسسو له خوا د خراسان رضوي ولایت د اتباعو او بهرنیو مهاجرینو د دفتر او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په همکارۍ د «وطن مهر» تر عنوان لاندې کنفرانس جوړ شو.
افغان غږ خبری آژانس - مقدس مشهد: په دغه کنفرانس کې چې پرون دوشنبه (د غبرګولي ۳۰) جوړه شوې وه، د خراسان رضوي ولایت د بهرنیو اتباعو او مهاجرینو عمومي رئیس او په مشهد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ استازي په دې اړه خبرې وکړې.
 
 کنفرانس د قرآن کریم په مبارکو آیتونو سره پیل او بیا د کنفرانس د منشي سید ابوطالب مظفري په وینا وکړه او د هنري او سپورتي نمایشونو، لنډ مستند فلم او د هغه شخصیتونو په ستاینه چي مهاجرینو ته ارزښتناک خدمتونه وړاندې کړي دوام وکړ.
 
د یادولو وړ ده چې د کنفرانس کې د خراسان رضوي د ولایت د اتباعو او مهاجرینو د ادارې د مشر سید علي قاسمي او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د مشرې اغلې مها قشور ترمنځ خبري کنفرانس ترسره شوه.
 
د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت د یوې اونۍ لپاره د د جوزا د ۳۰ څخه بیا د سرطان تر ۴ پوری د ۴ بجو څخه د شپې تر ۹ بجو پورې د افغانستان د فعالو بنسټونه او مرکزونه د انځوریزو هنرونو او وړتیاوي نندارتون، د شعر او نور هنري پروګرامونه د ایران په مشهد ښار کې جوړیږي.
 
https://avapress.com/vdciq5arzt1aww2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته