دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۲
د مطلب کود : 254658
د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت، د ایران د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت د اتباعو او بهرنیو مهاجرینو عمومي ریاست پرون چهارشنبه (د سرطان ۱) په ایران کې د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمیشنرۍ سره په ګډه ولمانځله. د تهران د میلاد برج د نړیوال کنفرانس په مرکز کې د دغو دوو موسسو د چارواکو او غړو، نړیوالو بنسټونو، د افغانستان د سفارت د مشر او د ایران له مختلفو ولایتونو څخه د افغان مهاجرینو د مشرانو او پوهانو د یوې ډلې په شتون سره ولمانځل شوه. په غونډې کې د بېلابېلو کلتوري او اقتصادي برخو کې د کډوالۍ ټولنې د کارونو او وړتیاوو نندارتون هم جوړ شو.
https://avapress.com/vdcftjd0cw6dtva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته