کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

انځوریز راپور / د "ملتونو کلتور" نړیوال نندارتون د ۲۱ هیوادونو د زده کونکو په ګډون او د امام خمیني (رح) نړیوال پوهنتون په کوربه توب په قزوین کې پرانستل شو

20 سرطان 1401 ساعت 13:58

د ایران د پوهنتونونو د بهرنیو محصلینو د مختلفو هیوادونو له دودونواو کلتور سره د آشنا کیدو او د پوهنتونونو تر مینځ د اړیکو په سیوري کې د کلتوري اړیکو د ژورولو او د کلتوري ډیپلوماسۍ د پراختیا لپاره د یو ډګر رامینځته کولو لپاره، د کلتور په نوم یو نړیوال نندارتون جوړ شو. په قزوین کښې د امام خمینی (رح) د نړیوال پوهنتون په کوربه توب د مختلفو هیوادونو د سفیرانو او کلتوری سلاکارانو او د اسیایی او افریقایی هیوادونو د ۲۱ تابعیت لرونکو محصلینو په شتون سره د ملګرو ملتو غونډه جوړه شوه


آوا: د «ملتونو کلتور» نړیوال فیستیوال د مختلفو هیوادونو د سفیرانو او فرهنګی سلاکارانو او د اسیایی او افریقایی هیوادونو د ۲۱ هیوادونو د محصلینو په شتون سره د امام خمینی (رح) نړیوال پوهنتون په کوربه توب جوړ شو. د ایران په ټولو پوهنتونونو کې د نړیوالو محصلینو د دودونو او د مختلفو ملتونو له کلتورونو سره آشنا کول او د دغو محصلینو د بین المللی کلتوری اړیکو په سیوری کې د کلتوری اړیکو ژورول او د کلتوری ډیپلوماسۍ د پراختیا د بنسټ ایښودلو موخه وه. په قزوین کې د دریو ورځو لپاره (د سزطان د ۱۸ څخه تر ۲۰) پورې ترسره کیږي.
 
د دغه درې ورځني نندارتون په نورو پروګرامونو کې کلتوري ورکشاپونه، کلتوري سیالۍ، د قومونو د کلتور نندارتون جوړول، د قزوین ولایت د لرغونو اثارو او د علاقې وړ ځایونو لیدل شامل دي.
 


د مطلب کود: 255511

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/gallery/255511/1/انځوریز-راپور-د-ملتونو-کلتور-نړیوال-نندارتون-۲۱-هیوادونو-زده-کونکو-په-ګډون-او-امام-خمیني-رح-پوهنتون-کوربه-توب-قزوین-کې-پرانستل-شو

آوا
  https://www.avapress.com