دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۹:۵۸
د مطلب کود : 256793
د محرم الحرام په نهمه شپه د تهران په حسن آباد کښې د مېشتو افغان کډوالو د دیني پلاوي مشر له خوا د ماتم مراسم جوړه شوي وه چي په تهران کښې د تبیان د مرکز د نمایندګۍ د دفتر مشر د حجت الاسلام ډاکټر سید حسن موسوي په شتون او وینا سره پیل شوه.
افغان غږ خبری آژانس - تهران: د افغان مهاجرینو د دیني پلاوي مشر او په تهران کې د تبیان مرکز د نمایندګۍ د دفتر د علماوو د څانګې مشر حجت الاسلام محمد احساني افغان غږ خبری آژانس ته وویل: د افغان مهاجرينو د ديني علماوو شورا په ١٣٩٤ لمريز کال کې رامنځته شوه او په دې موده کې يې د عاشورا په ورځو کې د مذهبي مراسمو او ماتمونو د نمانځلو په ترڅ کې پراخ فعاليتونه تر سره کړي دي.
 
د هغه په ​​وينا، هغه ستونزې چې په حسن آباد ښار کې د مهاجرينو د هديرې د جوړولو په برخه کې موجودې وې، د دغه شورا په مشوره حل شوې دي.
 
هغه زیاته کړه: د امیرالمومنین علیه‌السلام د خیریه موسسې تاسیس د دې مجلس یو له نورو فعالیتونو څخه دی چې اوس تر سلو زیات کسان په دغه خیریه موسسه کې غړیتوب لری.
 
حجت الاسلام احساني زیاته کړه: له بې وزلو او اړو مهاجرینو سره د کورونو جوړول او نغدي مرستې د تهران په حسن آباد کښې د افغان کډوالو د دیني شورا له نورو فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه دي.
 
همدارنګه د تهران د حسن آباد د دیني مجلس شورا په مختلفو څانګو او کچو کې تعلیمي ټولګی تنظیموي.
 
د حجت الاسلام احساني د معلوماتو له مخې، په دې سيمه کې د افغانستان له بېلابېلو ولايتونو څه باندې ١٧زره کډوال مېشت دي چې ډېرى يې په ودانيزو چارو او د ډبرو په پرې کولو کي بوخت دي.
 
https://avapress.com/vdchw-nix23nmqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته