کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغان سفارت مشر د کډوالو د ماتم په مراسمو کې:

د امام حسین (ع) غورځنګ د نړۍ له ټولو آزادی غوښتونکو لپاره دی

18 اسد 1401 ساعت 8:52

په تهران کښې د افغانستان د سفارت مشر ډاکټر عبدالقیوم سلیمانی هم د عاشورا په شپه او ماسپښین د کډوالو سره په مراسم کښې ګډون وکړ او د ماتم په شپو ورځو کښې یې له ماتمیانو سره د تسلیت مراتب وړاندې کړل او ویې ویل د امام حسین علیه السلام غورځنګ د نړۍ د ټولو آزادی غوښتونکو پورې اړه لري.


آوا - تهران: په تهران کښې د افغانستان د سفارت مشر ډاکټر عبدالقیوم سلیمانی د عاشورا د ماتم په مراسمو کښې ګډون وکړ.
 
سلیماني د کډوالو ماتم کوونکو ته د تسلیت مراتب وړاندې کولو په ترڅ کې د امام حسین غورځنګ نړیوال او د نړۍ له ټولو آزادی غوښتونکو سره تړاو وبلل.
 
ده د خپلو خبرو په يوه بله برخه کې د وروستيو تروريستي پېښو په غندلو سره د هېواد د غمجنو هېوادوالو په شهادت د تسليت مراتب وړاندې کړل او هغوى ته يې د فردوس جنت هيله وکړه او امام حسين (ع) يې د سولې، يووالي او ورورولۍ غوره نمونه وباله.
 
ډاکټر عبدالقیوم سلیماني د عاشورا د ماسپښین لمونځ د کډوالو سره ادا کړ.
 


د مطلب کود: 256820

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/gallery/256820/1/د-امام-حسین-ع-غورځنګ-نړۍ-له-ټولو-آزادی-غوښتونکو-لپاره-دی

آوا
  https://www.avapress.com