دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۲
د مطلب کود : 256820
د افغان سفارت مشر د کډوالو د ماتم په مراسمو کې:

د امام حسین (ع) غورځنګ د نړۍ له ټولو آزادی غوښتونکو لپاره دی

په تهران کښې د افغانستان د سفارت مشر ډاکټر عبدالقیوم سلیمانی هم د عاشورا په شپه او ماسپښین د کډوالو سره په مراسم کښې ګډون وکړ او د ماتم په شپو ورځو کښې یې له ماتمیانو سره د تسلیت مراتب وړاندې کړل او ویې ویل د امام حسین علیه السلام غورځنګ د نړۍ د ټولو آزادی غوښتونکو پورې اړه لري.
افغان غږ خبری آژانس - تهران: په تهران کښې د افغانستان د سفارت مشر ډاکټر عبدالقیوم سلیمانی د عاشورا د ماتم په مراسمو کښې ګډون وکړ.
 
سلیماني د کډوالو ماتم کوونکو ته د تسلیت مراتب وړاندې کولو په ترڅ کې د امام حسین غورځنګ نړیوال او د نړۍ له ټولو آزادی غوښتونکو سره تړاو وبلل.
 
ده د خپلو خبرو په يوه بله برخه کې د وروستيو تروريستي پېښو په غندلو سره د هېواد د غمجنو هېوادوالو په شهادت د تسليت مراتب وړاندې کړل او هغوى ته يې د فردوس جنت هيله وکړه او امام حسين (ع) يې د سولې، يووالي او ورورولۍ غوره نمونه وباله.
 
ډاکټر عبدالقیوم سلیماني د عاشورا د ماسپښین لمونځ د کډوالو سره ادا کړ.
 
https://avapress.com/vdcirqarut1awv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته