کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

انځوریز رلپور/ په تهران کې د اهل بیت (ع) د نړیوالې غونډې د اوومې غونډې د پای

13 سنبله 1401 ساعت 14:23


د اهل بیت (ع) د نړیوال اسمبلۍ د عمومي اسامبلې اوومه غونډه پرون ماښام (شنبه، ۱۲ سنبله) د وروستۍ بیانیې په لوستلو سره پای ته ورسیده. دا غونډه د پنجشنبې په ورځ د سنبلې ۱۰مه د ایران د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس په وینا پیل او له دریو ورځو وروسته پای ته ورسېده. په دې غونډه کې د افغانستان په ګډون د نړۍ له ۱۱۷ هېوادونو څخه تر ۳۰۰ زیاتو شیعه عالمانو او شخصیتونو ګډون کړی و. په دغه کتنه کښې د افغانستان د تبیان د مرکز مشر او د اهل بیت(ع) د نړیوالې شورا غړی حجت الاسلام والمسلمین سید عیسی حسینی مزاری هم شتون درلود. د دې غونډې په څنډه کې د افغانستان د پرمختګونو د ارزونې په موخه ځانګړې غونډه جوړه شوه.
 


د مطلب کود: 258091

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/gallery/258091/1/انځوریز-رلپور-په-تهران-کې-د-اهل-بیت-ع-نړیوالې-غونډې-اوومې-پای

آوا
  https://www.avapress.com