دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۲۳
د مطلب کود : 258091
د اهل بیت (ع) د نړیوال اسمبلۍ د عمومي اسامبلې اوومه غونډه پرون ماښام (شنبه، ۱۲ سنبله) د وروستۍ بیانیې په لوستلو سره پای ته ورسیده. دا غونډه د پنجشنبې په ورځ د سنبلې ۱۰مه د ایران د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس په وینا پیل او له دریو ورځو وروسته پای ته ورسېده. په دې غونډه کې د افغانستان په ګډون د نړۍ له ۱۱۷ هېوادونو څخه تر ۳۰۰ زیاتو شیعه عالمانو او شخصیتونو ګډون کړی و. په دغه کتنه کښې د افغانستان د تبیان د مرکز مشر او د اهل بیت(ع) د نړیوالې شورا غړی حجت الاسلام والمسلمین سید عیسی حسینی مزاری هم شتون درلود. د دې غونډې په څنډه کې د افغانستان د پرمختګونو د ارزونې په موخه ځانګړې غونډه جوړه شوه.
 
https://avapress.com/vdcaoanu649nmw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته