دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۰۱
د مطلب کود : 259180
په کابل کې د تبیان د کلتوري او ټولنیزو فعالیتونو د مرکز له خوا پرون په یو لړ مراسمو کې د طبما د مارشل آرټ فدراسیون شاوخوا ۷۰ ورزشکاران چې د مرکز زون په سیالیو کې یې لوړ مقامونه ګټلي وو، د حجت الاسلام والمسلمین حسیني مزاری په حضور کې وستایل شول.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: حجت الاسلام و المسلمین سید عیسی حسینی مزاری، د تبیان کلتوری او ټولنیزو فعالیتونو مرکز عمومی رئیس په مراسمو کې یې وویل: ښاغلی محمد صابری، "طلوع پیروز" د سپورټ شورا مشر  د ورزش په ډګر کې د هېواد یو له مخکښو شخصیتونو څخه دی، چې په فرهنګي توجه سره یې په دې برخه کې جدي کار کړی او د هېواد د ځوانو ځواکونو د ودې او پرمختګ لپاره یې په رښتیني ډول کار کړی او کار کوي.
 
ښاغلي مزاري زیاته کړه، دا غونډه د کابل د هغو منتخبو ځوانو ورزشکارانو د ستاینې په موخه جوړه شوې ده، چې سخت کار کوي او ځانونه یې له نورو ورزشکارانو پورته کړي او موږ ته لازمه ده، چې لږ تر لږه د ژبې، اعلاناتو او ادبیاتو په برخه کې د هغوی ستاینه وکړو.
 
https://avapress.com/vdcaaonuw49nm61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته