دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۰۹
د مطلب کود : 261327
د "افغانستان د اقتصاد د پياوړتيا د ۱۳م نړيوال نندارتون" د پرانيستې مراسم نن د قوس مياشتې په لومړۍ نېټه، د سوداګرو او پانګوالو د اتحاديې له خوا د صنايعو او سوداګرۍ وزارت او د اطلاعاتو او کلتور وزارت په همغږۍ جوړ شول. په کابل کې د اسلامي امارت د مسؤلینو، سوداګرو، پانګوالو او صنعتکارانو په شتون کې غونډه ترسره شوه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په دغه درې ورځني نندارتون کې چې د قوس له لومړۍ نېټې څخه تر درېیمې نېټې پورې په لاره اچول شوی و، د هېواد هر ډول کورني تولیدات لکه زیورات، ملي جامې، د ویښتانو وچولو وسایل، خوراکي توکي او داسي نور توکي نندارې ته وړاندې شول.
 
https://avapress.com/vdcgxq9xuak93w4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته