دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۰۹
د مطلب کود : 265594
په تهران کې د جی۵ غړو هیوادونو د وینې لیږد مدیرانو د لومړۍ غونډه په پای کي د افغانستان د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد، د نړیوال روغتیايي سازمان د ختیځې مدیترانې سیمې عمومي رئیس ډاکټر احمد المنظري، ډاکټر محمد حسین نیکنام، د وزیر خاص مرستیال، د ایران د روغتیا وزارت د نړیوالو همکاریو عمومي رییس او همدارنګه مصطفی جمالي، د ایران د وینې انتقال سازمان اجرایوي رییس شتون درلود، دا غونډه د چهارشنبې په ورځ د دلوې په ۲۶ مه د تهران په استقلال هوټل کې ترسره شوه.
افغان غږ خبری آژانس - تهران: په غړو هېوادونو کې د وينې لېږدونې د خدمتونو د وضعيت څېړل، د ننګونو د حل لپاره د غړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پراختيا د امکاناتو څېړل او د وينې لېږد په برخه کې د ګډو ګټو برابرول د دغې دوه ورځنۍ غونډې مهمې موخې وې.
داوطلبانه وینه ورکول، د وینې د اجزاوو چمتو کول، د وینې د معایناتو سیسټمونه او د وینې د محصولاتو د روغتیا او کیفیت د ښه والي لپاره نوې تکنالوژي جوړول، د جی۵ غړو هیوادونو د وینې انتقال مدیرانو د لومړۍ غونډې څلور محورونه وو چې د ایران د اسلامي جمهوریت، افغانستان، پاکستان، عراق، تاجکستان او په تهران کې د روغتیا د نړیوال سازمان استازي په کښي کډون کوي وو.
 
https://avapress.com/vdcgyn9xtak93n4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته