د ۲۰۹ الفتح پوځي قول اردو د سیمه ایز پوځي روزنیز مرکز څخه د شاوخوا ۴۵۰ سرتیرو د فراغت د لمانځلو مراسم د بلخ ولایت د ملکي او نظامي چارواکو په شتون کې ترسره شول. د مراسمو ویناوالو د سرتیرو په تقوا او خدمت ټینګار وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: شاوخوا ۴۵۰ سرتیري د ۲۰۹ الفتح پوځي قول اردو د روزنیز مرکز له نهم روزنیز کورس څخه فارغ شول او ټاکل شوې ده چې دا ځواکونه د هیواد شمالي ولایتونو ته واستول شي. په دې مراسمو کې، سرتیرو د دریو میاشتو روزنې وروسته، د نظم، تاکتیک او نظامي فعالیت په برخو کې خپل مهارتونه وښودل. د یادونې وړ ده چې د شمالي ولایتونو یو شمیر ملکي او نظامي چارواکو هم په دې مراسمو کې ګډون وکړ. کوچني تصويرونه دتصويرونو لست دتصويرونو اسلايد