دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ قوس ۱۴۰۴ ساعت ۱۵:۴۷
د مطلب کود : 338899
د هیواد د صنعت او کلتور د ملاتړ لپاره د درې ورځني ملي او نړیوال نندارتون نن (دوشنبه، د قوس ۱۰مه) په رسمي ډول په کابل کې د حکومتي چارواکو، سوداګرو او نندارچیانو په شتون کې پرانستل شو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په دې نندارتون کې د کورنیو او بهرنیو تولیدونکو، صنعتکارانو او شرکتونو شاوخوا ۲۵۰ غرفې شتون لري، چې موخه یې د کورنیو محصولاتو ملاتړ، د ملي صنعتونو معرفي کول او د متشبثینو کلتور پیاوړی کول دي.

د پرانیستې مراسم د اړوندو چارواکو د ویناوو سره یوځای ترسره شول، او د کورنیو صنعتونو د ملاتړ او صادراتو پراختیا اړتیا باندې ټینګار وشو.
https://avapress.net/vdcf1cdm1w6dmca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته