د اربعین حسیني په مناسبت، په نجف اشرف کې د امام علي (ع) مقدس زیارت د مختلفو هیوادونو څخه د اهل بیت (ع) د ملیونونو مینه والو د لیوالتیا شاهد دی. د عراق، ایران، افغانستان، پاکستان او د نړۍ له نورو برخو څخه حاجیان د مینې او عقیدت څخه ډک زړونو سره دې ځلانده زیارت ته رسیدلي دي.













