دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ سنبله ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۲۵
د مطلب کود : 130203
هیڅ قانونی محدودیت دمنقولو اموالو دسند دثبت لپاره دخارجی اتباع په نامه وجود نه لری/ په قانون کی کوم قید بالخصوص د خارجی اتباعو د کیفری سابقی

د افغانستانی مهاجرینو چی کیفری سابقی لری د ګواهینامو دصدور او تمدیدیدو بندیدل اود مهاجرینو د موتر دسند او پلاک دثبت بندیدل، دمربوطه نهادو بالخصوص دخراسان د مهاجرت پولیس رضوی، د اجتماعی او د خراسان رضوی دجرم د پیښیدو دمخنیوید محکمه دمعاون سره مو خبری وکړی تر څو دا مساله د قانون له نظره وڅیړو.

د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی، سید امیر مرتضوی؛ د اجتماعی اودخراسان رضوی دجرم د پیښیدو دمخنیوی دمحکمی معاون د تصویب شوی قوانینو په داباره کی اظهار درلودی: دغیری منقولو اموالو د استملاک د آئین نامی بالخصوص د خارجی اتباعو لپاره محدودیتونه پیش بینی سوی دی او دمنقولو اموالو لپاره بالاخص و خارجی اتباعو ته دموتر دسند او پلاک انتقال چی قانونی اقامت هم ولری محدودیتونه وجود نه لری.

همداسی دا قضایی مقام وویل: که کیفری سابقه موثره وی د اسلامی مجازاتو دقانون د ۲۵ مادی مطابق او دمقرر مواعد دانقضا وروسته په دری ګونو بندو کی مذکور ماده بی اثر کیږی.

او وویل چی: د یادسوی مقرراتو له مخی دا مقررات د خارجی او ایرانی لپاره یو شی دی او په قانون کی هیڅ قید وجود نه لری.

ددی مصاحبی چی په مکتوب بڼه لیکل شوی شرح په لاندی ډول دی:
۱ – هغه جرایم چی مهاجرین ترسره کوی ډیری په کوم طبقی پوری مربوطیږی: جنایی او سازمان یافته جرمونه(کیفری)، مالی او کاری اختلاف او یا غیری قانونی اقامت(حقوقی)؟

په پیژندل سوی ډول سره هغه جرمونه چی خارجی اتباع ترسره کوی په دوه ډوله دی:
الف:هغه جرمونه چی خارجی اتباع مستقیما ترسره کوی لکه دهویتی اسنادو جعلی توب او...
ب:هعه جرمونه چی دخارجی اتباعو سره په ایران کی ترسره کیږی لکه خارجی اتباعو ته مسکن ورکول او ...

۲ – هغه اسانتیاوی چی په قضایی دستګاوو کی دمجرمانو لپاره په نظر کی نیول سوی دی لکه: وکیل ته دلاسرسی حق، دقانون څخه دحمایت درلودلو حق، ددفاع او استدلال حق، کورنی ته دلاسرسی حق، دشکنجه په مقابل کی د مصونیت حق او ... آیا دمجرمانو په باره کی هم په مکمل توګه ترسره کیږی؟

په مکمل توګه دایران داسلامی جمهوریت دقضایی دستګاه ټول قوانین دایران دخلګو او خارجی اتباعو لپاره په مساوی ډول تحمیل کیږی. او همداډول دایران اسلامی جمهوریت د اقامت او قانونی اشتغالات اسانتیا دافغانستان داتباعو لپاره تلاش کړی او د ښځو او کوچنیانو د دستګیر کیدلو او اخراج کیدلو دمخنیوی لپاره هم کوښښ کړی دی.

او هم د اجرایی دستګاه پر کارونو باندی دنظارت دهر جهت څخه کوښښ شوی دی.
د خراسان رضوی کوپردا دی چی دخارجی اتباعو بالخصوص افغانستانیان دهغه جرمونو څخه چی پر بیت المال دهزینی لامل ګرځی خودداری وسی.

۳ – په هغه دعاواکی چی یو طرف خارجی تبعه او یوطرف ایرانی وی توازن او عدالت په محکمه کی تر کوم میزان دامکان وړ دی؟ دا امر په هغه شرایطو کی چی متهم خارجی او متهم علیه ایرانی وی څومره رعایت کیږی؟ او په دا لاره کی مشکلات څه دی؟

د ایران داساسی قانون د ۱۴۴ اصل ته په کتو سره چی د قرآن شریف د ممتحنه دسوره د۸ آیه ته په اشاره سره ویل سوی دی . د ایران اسلامی جمهوریت دولت او مسلمانان موظف دی چی د غیری مسلمانو وګړو سره ښه چلند عدل او انصاف وکړی او دهغوی انسانی حقوق مراعت کړی دا اصل دهغو کسانو په باره کی اعتبار لری چی د اسلام او دایران پر ضد توطئه ونه کړی. دقانون په وړاندی ملیت کوم اثر نه لری او ټوله کسان د قانون په وړاندی مساوی دی او دجرم په موضوع کی تابعیت مهم نه دی بلکه دعوا مهم دی. بعضی وګړی ځینی موقعیتونه اختیاروی چی کیفری مقررات ددوی دبندی کیدو لامل نه ګرځی.

۴ – د افغانستان د اتباع لپاره په ایران کی دجرمونو دقضا لپاره آیا کوم مشخص قرارداد سته؟ که جواب مثبت دی د افغانستان د دولت نقش ددی روند په لاسرسی کی څومره دی؟ 

د مجرمانو داسترداد دقانون داردیبهشت دمصوبی برعلاوه چی پر ټولو خارجی اتباعو حاکم دی دافغانستان او ایران ترمنځ داسترداد مجرمان توافقنامه چی په ۷\۳\۱۳۸۵ کی تصویب شوی دی په ۱۶\۱۲\۱۳۸۸ د اسلامی شورا دمجلس لخوا هم تصویب شو او په ۷\۱۲\۱۳۸۹ کی دنظام دمصلحت دتشخیص ګروپ لخوا د تشخصی نظام دمصلحت په مطابق موافقت وشو او هم د قضایی او دمحکومینو دانتقال دافغانستان او ایران ترمنځ ۲ موافقنامی وجود لری چی دا توافقنامی د ادله، اطلاعات، دمجرمینو دتشخیص اسناد، د صادره سوی احکامو اجرا د محکمو څخه او دقضایی اوراقو دابلاغ په زمینو کی همکاری کوی. د ایران د داساسی قانون دتصریح څخه قاضی درای په انشا او صدور کی مستقل دی.

دقوانینو له مخی دمراجعو دقضایی نظارت د محکوم علیه د اعتراض ته رسیدګی او محکوم علی به دقانون په چوکات کی دخپل قانونی حقوقو څخه برخمنه کیږی او دقانون له مخی دایران پرقضایی کارونو باندی دخارجی دولتو نظارت داعتبار وړ نه دی.

۵– دمجرمانو د استرداد روند دافغانستان او ایران ترمنځ څنګه دی او تراوسه کوم مشخص عمل ترسره شوی؟

په اوسنی شرایطو کی دمجرمینو داسترداد قانون د۱۳۳۹ مصوبه او منعقد سوی قراردادونه دایران او نورو ممالکو ترمنځ د حقوق کیفری یاران په نظام کی تشکیل سوی دی . که د ایران او خارجی هیواد ترمنځ د استرداد قرارداد لاسلیک سوی وو دمذکورو شرایطو په ړنا کی به عملی سی او که هیڅ قرارداد نه وو منعقد سوی استرداد ددی قانون دمقرراتو په مطابق په شرط دمعاملی به عملی سی. دافغانستان او ایران ترمنځ بالخصوص دمجرمینو استرداد موافقنامه امضا سوی دی او هر دواړه لوری متعهد سوی دی چی هغه مطلوب شخص چی دافغانستان او ایران په خاوره کی نیول کیږی مسترد کیږی او دا موافقنامه حداقل هغه جرمونه چی مجازات یی یوکال دی په بر کی نیسی.

دمجرمینو داسترداد ټوله قواعد دایران په حقوق کی د پالرمو دکنوانسیون دمجرمینو داسترداد دمقرراتو په قالب کی دی.یواځی یو څو قواعد دی چی دهغه لپاره ایران صریحا اشاره ورته نه دی کړی او کوم تصمیم نه دی نیول سوی.

په هر حال د افغانستان او ایران ترمنځ په ۲۱\۱۲\۱۳۸۹ کی د مجرمینو استرداد توافقنامه تصویب سوی دی چی یو مقدمه و ۱۹ ماده دارد او اوس ددی موافقنامی په اساس عمل کیږی.

۶ – دکیفری سوابقو په باره کی توضیح ورکړی او دهغه حالت د خارجی اتباع لپاره؟

که کیفری سابقه موثره وی د اسلامی مجازاتو دقانون د ۲۵ مادی مطابق او دمقرر مواعد دانقضا وروسته په دری ګونو بندو کی مذکور ماده بی اثر کیږی. مګر د کیفری سوابقو د بی اثره کیدو په باره کی باید دقانون په نصوصو کی لاندی شرحوته اکتفا وسی:
الف: د اسلامی مجازاتو د ۹۵ مادی مطابق کوچنیان او ځوانان فاقد آثار کیفری دی.
ب: دتعلیقی محکومیت بی اثره کیدل د مندرج شرایطو سره داسلامی مجازاتو دقانون د ۵۲ مادی مطابق امکان پذیره وی.
ج: داسلامی مجازاتو دقانون د۹۸ مادی په صراحت سره دمحکومیت دټولو آثارو عفوه کول منتفی کوی.
د: داسلامی مجازاتو دقانون د ۹۹ مدی په صراحت سره د الف بند په ۱۰ ماده کی دمندرج په شرح کیفری آثار له منځه وړی.
ه: داسلامی مجازاتو د۲۵ مادی په ۲ تبصره کی دهغه جرمونو چی دګذشت وړوی په هغه صورت کی چی مدعی خصوصی دمجازاتو داجرا څخه تیر سی تبعی اثر هم رفع کیږی.
ی: دلوړو مواردو بغیره دمحکومیت رتبی په کیفری سابقه کی درج کیږی . مګر د صادره سوی ګواهیو کی دمربوطه مراجع څخه نه منعکس کیږی.
ضمنا دقانون واطلاق ته په توجه سره یادسوی مقررات د ایرانی او خارجی اتباع لپاره یوشی دی او هیڅ قید په قانون کی نه لیدل کیږی.

۷ – دخارجی اتباعو لپاره د موتر دسند اوپلاک دنه ثبتیدو دلیل په باره کی قانونګذار څه ویلی دی؟

 دغیری منقولو اموالو د استملاک د آئین نامی بالخصوص د خارجی اتباعو لپاره محدودیتونه پیش بینی سوی دی او دمنقولو اموالو لپاره بالاخص و خارجی اتباعو ته دموتر دسند او پلاک انتقال چی قانونی اقامت ولری محدودیتونه وجود نه لری.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdce778zxjh8xwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته