دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۰۶
د مطلب کود : 131888
نه غواړو چی دقندوز فاجعه په فراه کی تکرار سی
په مجلس کی د فراه دخلګو ځینی نمایندګان ددی ولایت دامنیتی وضعی د خرابوالی څخه په اندیښنه کی دی. د افغان غږ خبری آژانس دخبر ګزاری په بیان سره، دا نمایندګان محمد آصف ننګ، والی ددی ناامنیو اصلی لامل بللی دی او دهغه د ګوښه کولو غوښتنه یی کړی دی. سمیع الله صمیم، د فراه دخلګو نماینده د نن په مجلس کی د پارلمان په عمومی ناسته کی وویل: موږ هر ځل د فراه دامنیت دخرابوالی موضوع او او دوالی موضوع چی په فراه کی مشکلات رامنځته کړی دی د رییس جمهور سره شریک کړی دی، خو هیڅ توجه صورت نه دی نیولی. ښاغلی صمیم د فراه والی په فساد کی په لاس درلودلو تورن کړ او وویل چی هر امنیتی مسوول او منصوب چی ووینی درجه یو مسوول په فساد کی غرق دی، مسوولانه عمل نه کوی او لازم امنیتی تدابیر نه نیسی. په دی حال سره هغه د رییس جمهور څخه غوښتنه وکړه چی د فراه والی برطرفه کړی او بل شخص چی دخلګو لپاره ځواب ویونکی وی په دی منصب وګماری. عثمانی فراهی، د فراه دخلګو نماینده په مجلس کی وویل چی په فراه کی ددی وضعیت دراتلو اصلی لامل ددی ولایت والی دی. ښاغلی فراهی اضافه کړ: د فراه ددی وضعیت لامل، د فراه والی دی. یو مرموز او دیکتاتور شخصیت دی. هغه وخت چی د فراه امنیتی چاری یی په لاس واخیستی دا وضعیت رامنځته سوی، د ټولو مسوول والی دی. د هغه په خبره، خلګ د تشویش په حالت کی ژوند تیروی. په زرهاوو کسان خپل کور پریښی دی او هیڅ څوک توجه نه کوی. حمیرا ایوبی، د فراه بل نماینده په مجلس کی وویل چی ددوو کالو راهیسی، د فراه د ولسوالیو حکومت یو په بل پسی تخلیه سوی دی او دشمن ته سپارل سوی دی. آغلی ایوبی د نظامی پایګاه انتقال د چپک څخه ونوبهار ته د والی لاس درلودل رد کړ او وویل چی دا تصمیم د مرکز څخه نیول سوی دی. هغه اضافه کړ: د فراه امنیتی وضعه د چهار شنبی راهیسی ډیر خراب دی. طالبان د ښار دروازو ته رسیدلی دی. هغه د خرسندی ابراز وکړ چی د نمایندګانو د ږغونو په اساس تازه نفسه ځواکونه فراه ته ورسیدل او دا هیله یی وکړ چی وضعیت به سم سی. هغه تصریح کړه: اوس پوښتنه دادی چی امنیتی مسوولین چی د امنیتی وضعی دهری لحضی څخه خبر لری؛ ولی ژیر اقدام نه کوی؟ تر هغه وخته چی د قندوز په شان سقوط و نه کړی، اقدام نه کوی. د فراه دا نماینده ټینګار وکړ: موږ نه غواړو د قندوز فاجعه په فراه کی تکرار سی.
https://avapress.com/vdcevz8zvjh8xvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته