دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۰۰
د مطلب کود : 133607
پر دولتی او دیپلماتیک ادارو باندی حمله، د امنیتی ځواکونو سره په همکاری ترسره کیږی
جنرال زلمی وردک د نظامی مسایلو کارپوه وایی چی تروریستان د امنیتی ځواکونو په همکاری سره لاس په ناامنی او دخلګو په وژنی وهی.

جنرال زلمی وردک د افغان غږ خبری آژانس سره په خبرو اترو کی، د تروریستی او امنیتی ځواکونو د هکاری څخه خبر ورکړ. 
ښاغلی وردک وویل: بیله شکه د آلمان پر سفارت خانی باندی حمله په پنج شنبه شپه کی، د بلخ ولایت د لوړو مقاماتو په همکاری صورت نیولی دی. 
هغه تصریح کړ: که امنیتی مقامات په دی برخه کی د تروریستانو سره همکاری ونه کړی؛ ددی ډول حملی صورت نیول په منطقه کی د تصور څخه خارج دی. 
دا اتهام په داسی صورت کی مطرح کیږی چی پرون، د بلخ د امنیی قوماندان، ښاغلی سادات د امنیتی ځواکونو د پټ همکاریو څخه دتروریستانو سره ددی حادثی په اړه خبر ورکړی دی. 
وردک په دی اړه چی په شمال کی جنګونه بلخ ته هم رسیدلی دی که نه؟ وویل: قطعآ د جنګ د جغرافیی په انتقال سره د جنوب څخه شمال ته، د ناامنی احتمال په دی منطقه کی پیش بینی کیدی او د آلمان پر سفارت باندی حمله ددی شاهد دی. 
ښاغلی وردک په هیواد کی جاری جنګ، د افغانانو جنګ نه؛ بلکه د هیوادو استخباراتی جنګ، چی د خپلو استراتیژیک اهدافو لپاره د افغانستان څخه د ډګرپه توګه استفاده کوی، وبلل. 
په همدی حال کی ښاغلی منیر فرهاد د بلخ ولایت ویاند د افغان غږ خبری آژانس سره په خبرو اترو کی د څیړنو دشروع څخه چی آیا امنیتی ځواکونه اولوړ مقامات په حملو کی لاس لری که نه وویل: د کشفی او امنیتی ځواکونو تحقیقات په دی برخه کی شروع سوی دی او ډیر ژیر به دا موضوع معلوم سی. 
د پنج شنبی شپی حمله د آلمان پر سفارت خانی باندی، د شدید مالی خساراتو سره ۶ تنه شهید اود ۱۱۹ تنو څخه د ډیرو د ذخمی کیدو لامل سوی دی. 
لیدل کیږی چی د جنګ د جغرافی انتقال د جنوب څخه شمال لوری ته چی تیر کال طرحه ریزی سوی وو او بی شمیره خسارات د خلګو لپاره درلودی، اوس د بلخ د ولایت په شمول دا پلان د تکمیل په حال کی دی

https://avapress.com/vdcfxmdyew6dmva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته