دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۷
د مطلب کود : 192745
له مضبوط ضمانت پرته طالبانو ته په نظام کې ونډه نه ورکوو
غني د «شپیګل» په نوم ورځپاڼې سره په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي، چې طالبانو ته هغه مهال په نظام کې ونډه ورکوي، چې قوي ضمانت شتون ولري او هغوی دیموکراسي، د ښځو حقوق او نور ارزښتونه ومني.
د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» وايي، تر هغه مهاله چې طالبان دیموکراسي، د ښځو حقوقو او نورو ارزښتونو ته مات نشي د سولې مذاکرات ورسره بې معنی دي او هغوی ته په نظام کې ونډه نه ورکوي.
غني د «شپیګل» په نوم ورځپاڼې سره په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي، چې طالبانو ته هغه مهال په نظام کې ونډه ورکوي، چې قوي ضمانت شتون ولري او هغوی دیموکراسي، د ښځو حقوق او نور ارزښتونه ومني.
غني زیاته کړه « له یوه قوي ضمانت پرته طالبانو ته
په نظام کې ونډه ورکول ناشوني دي او تر هغه دمه چې هغوی د دیموکراسۍ په ګډون ټول ارزښتونه منلي نه وي؛ مذاکرات ورسره بې ګټې دي، ما کله هم له ثبوت پرته څه نه دي منلي».
د غني په قول، طالبانو د سولې د خبرو په مهال د کابل حکومت د شکست ادعا کوله او خپله بریا یې ښکاره کوله؛ خو «کابل ویتنام نه دی چې خلګ یې د تېښتې لپاره ځانونه په چورلکو پسې وځړوي»
نوموړي ددې ترڅنګ یاده کړه، چې د بریا ادعا نه کوي؛ خو شونې ده یو ځل بیا د پنځو کلونو لپاره د افغانستان ولسمشر شي او دا ځل غواړي په ټول ځواک سره د افغانستان د راتلونکې لپاره کار وکړي.
د ګډ حکومت مشر داسې مهال په نظام کې د طالبانو ونډه په ډيموکراسي او نورو «ارزښتونو» پورې تړلې بولي، چې د مذاکراتو له لغوه کېدو ورسته په اسلام اباد کې د طالب او امریکایي استازو لیدنې او د طالبانو د سیمې سفرونو بیا د مذاکراتو د بیا ځلې پیل هیلې راټوکولې.
https://avapress.com/vdcdox0fkyt0n56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته