دخپریدو نیټه :جمعه ۱۹ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۱۰
د مطلب کود : 192872
ولایتي ادارې مرکزته د۱۳۹۹ کال لپاره د۴ میلیارده افغانیوپه ارزښت۹۲ پروژې ترتیب کړي دي
ولایتي ادارې مرکزته د۱۳۹۹ کال لپاره د۴ میلیارده افغانیوپه ارزښت۹۲ پروژې ترتیب کړي دي د کندهار والي حیا ت الله حیات په مشرۍ جوړ سوي ادارې مجلس اوونیزه غونډه کي وکړې، چي پکښي د ولایت مقام دواړو مرستیالانو، د ولایتي شورا رئيس، د ټولو ادارو رئیسانو او امرینو ګډون کړی وو او پر مهال یې یادونه وسوه، چي سږ کال په کندهار کي د څلورو ښارګوټو پلان نهايي سوی، چي د مرکزي ادارې منظوري غواړي.
د کندهار والي حیا ت الله حیات په مشرۍ جوړ سوي ادارې مجلس اوونیزه غونډه کي وکړې، چي پکښي د ولایت مقام دواړو مرستیالانو، د ولایتي شورا رئيس، د ټولو ادارو رئیسانو او امرینو ګډون کړی وو او پر مهال یې یادونه وسوه، چي سږ کال په کندهار کي د څلورو ښارګوټو پلان نهايي سوی، چي د مرکزي ادارې منظوري غواړي.
د غونډي په پیل کي کندهار والي حیات الله حیات د ټولو ملکي او نظامي مسؤلینو ترڅنګ له کندهاریانو مننه وکړه، چي د ټاکنو امنیت يې خوندي کړی وو او په ټاکنو کي يې پراخ ګډون وکړ او یاده ملي پروسه یي په بریا پای ته ورسول.
ښاغلي حیات وویل، د ولس قوي ارادې او د امنیتي ځواکونو هڅو د دښمن هغه اوازې مطلق درواغ ثابتي کړې، چي په ادعا يې کول، دوی د هیواد ۷۰ سلنه خاوره پخپله ولکه کي لري، ځکه دوی د ټاکنو او د خلکو د ارادې د تمثیل مخه ونه نیولاي سواي.
کندهار والي د معارف د اصلاح په برخه کي د ولسونو همکاري وغوښتل او وویل، چي ولایتي ادارې د معارف د اصلاح په موخه شورا جوړه کړې، چي په مالي او تدریسي برخو کي اصلاح راولي او د یادي شورا تر پریکړي هاخوا هیڅوک د مقرریو اجازه نلري.
په غونډه کي مرستیال والي عبدالحنان منیب د مرکزې ادارې له لوري په ولایتي کچه د عوایدو د لوړیدو کمیټې د جوړیدو موضوع شریکه کړه، چي په خبره يې د کندهار والي په مشرۍ به پکښي د مستوفیت، ګمرک او اقتصاد رئیسان، د امنیه قومندانۍ او خصوصي سکتور استازي د یادي کمیټې غړیتوب لري او د مالیاتي، غیرمالیاتي عوایدو، باقیاتو او نوو تجربو شریکولو په مرسته به هڅه وکړو د عوایدو لوړیدو ته بشپړه زمینه مساعده کړو.
په ورته مهال کي کندهار والي هدایت وکړ، چي هره اوونۍ به تر اداري مجلس وروسته
د عوایدو کمیټه غونډه جوړوي او د یادو ادارو په شمول به د ټولو عایداتي ادارو مسؤلین پکښي کډون کوي.
د غونډي په اوږدو کي د اصلاح پروګرام مسؤل هم خبرې وکړي او ویي ویل، ولایتي ادارې مرکز ته د ۱۳۹۹ کال لپاره د ۴ میلیارده افغانیو په ارزښت ۹۲ پروژې ترتیب کړي دي چي له جملي یي ۲۴ پروژې د پوهني، روغتیا او کلیو، پراختیا ریاستونو اړوند دي او همدارنګه يې یادونه وکړه، چي د ښارجوړوني او اراضي ریاست له لوري د څلورو ښارګوټو پلان هم وروستي سوی او یوازي د مرکز له لوري منظوري پاته ده.
د اصلاح پروګرام د مسؤل په خبره هر کال د ولایت په کچه پرمختیايي پلان جوړیږي مګر مرکزي اداره د یاد پلان مطابق پروژي نه منظوروي، چي په یاده برخه کي يې د کندهاروالي د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کي کندهار والي هدایت وکړ، چي دتیرو کلونو پاتي پروژې او هغه پروژې چي نوي منظور سوي ولي په کارونو کي خنډ موجود وي باید لیست سي او د مرکزي اداري سره به يې شریک کړي، تر څو د وخت د ضایع کیدو مخنیوی وسي او کارونه په چټکۍ سره مخته ولاړ سي.
همدارنګه د اوبو رسولو رئیس یادونه وکړه، چي ۴۰۵ میلیونه افغانۍ د کندهار لويي ويالې د څښاک اوبو شبکې لپاره منظور سوي، چي ۶ زره کورنۍ به ورڅخه کټه اخلي.
په ورته وخت کي د کندهار پوهنتون رئيس وویل، تر ډيرو هلو ځلو وروسته کندهار پوهنتون ته د فارمسي او ویټرنرۍ پوهنځۍ منظور سوې، چي د مجلس د ګډونوالو له لوري يې ستاینه وسوه.
په غونډه کي د ښځو چارو رئیسې وویل، په ښار کي د فقیرانو ښځو د مخنیوي لپاره د کار، ټولنیزو چارو ریاست طرحه د ( ایم، سي ) موسسې له لوري تمویل ته چمتو ده او د تطبیق هدایت يې وغوښت.
د غونډي په وروستیو کي کندهار والي لارښوونه وکړه، چي په هوايي ډګر کي دي مسافرو ته د تګ راتګ پر مهال لازمي اسانتیاوي برابري سي او همدارنګه يې پر یو شمیر نورو موضوعاتو هم مسؤلینو ته لازمي لارښووني وکړې.
https://avapress.com/vdcefw8zwjh8ovi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته