کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ولسي جرګې غړي:پولیسو د وکیلانو سپکاوی کړی، خوشحال سعادت دې له دندې لرې شي

21 میزان 1398 ساعت 11:36

ځانګړو ځواکونو له وکیلانو سره له سپکاوي ډک چلند کړی، په کورنیو چارو وزارت کې یو شمېر کړۍ له امنیتي ځواکونو سیاسي استفاده کوي
وکیلان د قانون د تطبیق مخه نیسي، وکیلانو د قانون د تطبیق پر ځای د شپې ناوخته جلسه رابللې چې ولې قانون تطبیقېږي، ولې د دوی د تورو ښيښو موټر پلټل کېږي (بشردوست


د کابل په پلچرخي سیمه کې د امنیتي سرتیرو له لوري د ولسي جرګې د یو شمېر غړو د موټرو درول او د هغوی پر وړاندې د پولیسو جدي چلند د ولسي جرګې غړي په غوسه کړي دي.
د ولسي جرګې غړي وايي، چې د کورنیو چارو وزارت اړوند ځانګړې قطعې سرتېرو د کابل په ختیځه برخه کې د ولسي جرګې د شاوخوا لس تنو وکیلانو موټرونه، چې یوې فاتحې ته روان وو، درولي دي او وکیلان یې له موټرو را کوز کړي، ساتوونکي یې بې وسلو کړي او هغوی ته یې سپکاوی کړی.
د ولسي جرګې غړی نرندر سنګهـ خالصه او مریم سلېمانخېل ادعا لري چې امنیتي ځواکونو له کوم دلیل پرته د قانون خلاف دوی ته سپکاوی کړی او د دوی ساتونکي یې وهلي دي.
خو تردغې پېښې وروسته د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي د شپې له ۱۱ بجو تر یوې بجې پورې د ولسي جرګې یوې فوق العاده غونډې ته ور غوښتل شوی و. د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي د ولسي جرګې له غړو سره ژمنه کړې، چې په دې تړاو به هر اړخیزې څېړنې کیږي.
خو د ولسي جرګې غړي وايي، چې د حکومت په چوکاټ کې یوشمېر کړۍ هڅه کوي له افغان ځواکونو سیاسي استفاده وکړي او دغه ځواکونه د مشخصو اهدافو لپاره وکاروي. په ورته وخت کې پژواک خبري اژانس د ځینو وکیلانو غږیز کلیپونه خپاره کړي چې په کې د امنیتي مرستیال خوشحال سعادت د بچه فلم خطاب شوی او د هغه د لرې کېدو غوښتنه یې کړې ده. په دغو غږیزو کلیپونو کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست بې واکه بلل شوی او ویلي یې دي چې دا ټول کارونه د امنیتي مرستیال دي.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې ځینې غړي د وکیلانو په دې کار نیوکه کوي وايي چې دوی د قانون د تطبیق مخه نیسي. د ولسي جرګې غړی ډاکتر رمضان بشر دوست وايي:« دلته د دې پرځای چې د قانون د پلي کېدلو، له قانون څخه د څارنې او قانون ته د درناوي په خاطر جلسه ونیول شي، جلسه یې نیولې چې ولې قانون طبیقېږي، ولې زمونږ د تورو ښیښو موټر پلټل کېږي، ولې عسکر دا جرأت کوي چې له مونږ وپوښتي چې کومه وسله چې لېږدوي، کارت یې لري که نه؟»
د ولسي جرګې د شنبې ورځې عمومي غونډه هم د وکیلانو له لوري ترسره نه شوه او د ولسي جرګې لومړي مرسیتال په مشرۍ د یادې پيښې په غبرګون کې یاده غونډه له رسنیو پرته په سري ډول ترسره شوه.
په ورته وخت کې په ټولنیزو رسنیو کې هم په دې تړاو تاوده بحثونه شوي دي. ډېر خلکو د امنیتي ځواکونو ملاتړ کړی او د ولسي جرګې غړي یې له دې امله رټلي چې د قانون د تطبیق مخه نیسي.


د مطلب کود: 192984

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/interview/192984/د-ولسي-جرګې-غړي-پولیسو-وکیلانو-سپکاوی-کړی-خوشحال-سعادت-دې-له-دندې-لرې-شي

آوا
  https://www.avapress.com