کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار:د جمهوریت او افغان ځواکونو په ملاتړ غونډه جوړه سوه

13 حوت 1398 ساعت 19:25

د ډنډ ولسوالۍ ولسونو له جمهوریت او امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ څرګند او د تل پاتي سولي او دایمي اوربند غوښتنه یې وکړه
یادي څرګندوني د ډنډ ولسوالۍ ولسونو د یکشنبې په ورځ د یوې لویي ولسي غونډې پر مهال وکړې، چي د کندهار والي حیات الله حیات ترڅنګ په ولسي جرګه کي د کندهار استازي حاجي روح الله خانزاده، د ولایتي شورا غړي عطا الله عطا، د یو شمېر سکټوري ادارو رئیسانو، د یادي ولسوالۍ د دواړو شوراګانو مسؤلینو او غړو، علماو، قومي مشرانو او ځوانانو پکښي برخه اخیستنې وه.
په غونډه کي کندهار والي حیات الله حیات وویل، د سولي لومړی نیت او د درې ورځني اوربند ابتکار د حکومت و او ولس تمه درلوده، چي تیره اوونۍ به هم اوربند اعلان سي، خو وسلوالو طالبانو د اورکم په نامه د تاوتریخوالي د کمیدو اوونۍ اعلان کړه، چي ولسونو یې تود هرکلی وکړ.
ښاغلي حیات زیاته کړه، اوس هم ولس هیله لري، چي د اورکم اوونۍ وروسته دایمي اوربند او بین الفغاني مذارکاتو ته لاره هواره سي او یاده برخه کي حکومت خپل نیت او دریځ مخکی له مخکی واضح کړي دي.



ښاغلي حیات څرګنده کړه، څوک چي د سولی مخالفت کوي، د الهي اوامرو مخالفت کوي او حکومت د لومړي ورځي څخه تر دې مهاله د افغان وژني د ختمیدو، تل تاتي سولي او دایمي اوربند لپاره واضح تګلاره لري، چي له مخي حکومت وتوانیدي د اورکم اوونۍ په ښه توګه مدیریت کړي او د تود هرکلي په موخه یې هره ورځ په کندهار ښار او ولسوالیو کې د یو یو محراب مسجد د بنسټ ډبري کښیښودل سوې.
ښاغلي حیات پر ولسونو ږغ وکړ، چي نه یوازي باید د هر کور، هر مسجد، هر کلي او هري ولسوالۍ څخه د دایمي اوربند او تل پاتي سولې غږ پورته کړي، تر څنګ یې سولي ته تر رسیدو وروسته باید د جنګ د لومړي کرښي طالبانو او عسکرو تر منځ د سولي په قایمولو کي هم هر اړخیزي هڅي وسي، تر څو روانه افغان وژنه بنده سي او د ولس د ملاتړ جلبولو په موخه یې ډاډ وړاندي کړ، چي حکومت به د ښې حکومتولۍ د تطبیق، فساد د مخنیوي او عدالت په تأمین کي نه ستړي کیدونکي هلي ځلي وکړي.
په غونډه کي د ډنډ ولسوالۍ د ولسي شورا رئیس حاجي عبدالنافع وویل، موږ د خپل مشروع جمهوري نظام او امنیتي سرتیرو ملاتړ او ننګه کوو او هیڅکله به چاته اجازه ورنه کړو، چي زموږ پر جمهوري نظام او امنیتي سرتیرو معامله وکړي او د دایمي افغان وژني د ختمیدو لپاره یې د بین الافغاني مذاکراتو، دایمي اوربند او تل پاتي سولي غوښتنه وکړه.
همدارنګه د ډنډ ولسوالۍ د ولسونو په استازیتوب په ولسي جرګه کي د کندهار استازي حاجي روح الله خانزاده، د ولایتي شورا غړي عطاالله عطا، د ډنډ ولسوال حاجي عبدالله خان، د ولسوالۍ شورا غړي حاجي باریداد او د ځوانانو په استازولي ښایسته خان یو په بل پسې خبرو کی د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه خپل کلک ملاتړ څرګند کړ او پر ولسونو یې ږغ وکړ، چي د خلکو په پاکو رایو راغلي مشروع نظام او خپلو سرښندو امنیتي ځواکونو څخه هر اړخیز ملاتړ او همایه وکړي، تر څو بیرته د ۷۰مي لسیزي غوندي بد برخلیک سره مخ نه سو او د خبرو په دوام یې له نړیوالي ټولني مننه وکړه، چي په هیواد کی د تل پاتي سولي تر راتلو پوري د افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي او د سویو تړونو ملاتړ کوي.
په ورته وخت کې یادو مشرانو د ډنډ ولسوالۍ اړوند په انکشافي، کرهڼیزه، پوهني، روغتیا او یو شمېر نورو برخو د پیاوړتیا په موخه د ولایتي ادارې د ځانګړي پاملرني غوښتنه وکړه، چي د اړوند سکټوري رئيسانو له لوري ورسره د همکارۍ ژمنه وسوه.


د مطلب کود: 204721

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/interview/204721/کندهار-د-جمهوریت-او-افغان-ځواکونو-په-ملاتړ-غونډه-جوړه-سوه

آوا
  https://www.avapress.com