کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غني: طالبان دې راته ووایي چې څه وخت له پاکستانه راووځي

13 حوت 1398 ساعت 19:26

افغان ولسمشر محمد اشرف غني چې د ختیځ ننګرهار ولایت عمومي وضعیت ارزولو په موخه جلال اباد ښار ته تللی، وويل، وسله وال طالبان دې له پاکستان راووځي، خبرې به ورسره پيل کړي.



نوموړي یوځل بیا په ټینګار پر طالبانو غږ وکړ چې د بندیانو خوشي کولو لپاره دې شرطونه نه ږدي:
"کله چې مذکراتو ته کېنئ، کله چې روغه کوئ، يوه خوا هرڅه نه غواړي. که په بنديانو غږېږي، دا دې شرط نه ږدي. موږ هم شرطونه لرو. څه وخت له پاکستان وځي؟ را دې شي سوله کوو.
خارجيانو سره منئ چې سوله کوئ، د جهاد مانا څه شوه؟ افغان وژنه جرم دی. طالبان افغانان دي، خو نورو افغانانو ته دې سپکاوي نه کوي."
ښاغلي غني وسله والو طالبانو ته په خطاب کې وویل: "هغه سوله غواړو چې جرګه مار ورباندې جوړه وکړي. که په بندیانو غږېږئ، شرطونه به نه ږدئ، موږ هم شرطونه لرو، ما ته دې ووايي چې کله له پاکستانه وځي؟ را دې شي، سوله کوو. د افغانستان په ګټو کې انعطاف نه کوم."
نوموړي طالبان ددې هېواد یوه برخه وبلل، خو غږ یې پرې وکړ چې نورو افغانانو ته دې سپکاوی نه کوي، او را دې شي چې "په جرګې سره یوې هوکړې ته ورسېږو او مثبت رقابت وکړو."
له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې د پلاوي په اړه ولسمشر غني وویل، هر پلاوی چې ځي، واک به یې محدود وي، خو کابل او ولایتونو کې به يې یو قوي ملاتړ تر شا وي.
تېره ورځ (دوشنبه) د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي وو، د طالب زندانیانو د خوشي کولو موضوع په اړه به د سولې د یوې برخې په توګه خبرې وشي نه دا چې له طالبانو سره د خبرو د پیل لپاره د یو شرط په توګه مطرح کېږي.


د مطلب کود: 204770

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/interview/204770/غني-طالبان-دې-راته-ووایي-چې-څه-وخت-له-پاکستانه-راووځي

آوا
  https://www.avapress.com