کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یوناما او اروپایي ټولنې د اورکم د دوام غوښتنه وکړه؛ خو ۱۶ ولایتونو کې بریدونه شوي

13 حوت 1398 ساعت 19:27

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) ویلي، "بین الافغاني" مذاکراتو ته د زمینې برابرولو لپاره باید په افغانستان کې اورکم دوام وکړي.
یوناما وروسته له هغه دا غوښتنه کړې چې وسله والو طالبانو پرون دوشنبه اعلان وکړ چې د اورکم موده پای ته رسېدلې ده او پوځي وضعیت بېرته عادي حالت ته ستنېږي.


له دې اعلان سره سم افغان امنیتي سرچینو بي بي سي ته وویل چې وسله والو طالبانو په ګڼو ولایتونو کې پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه پیل کړي دي.
خو یوناما وایي، د اورکم دوام به افغانستان کې دایمي اوربند او تلپاتې سیاسي جوړجاړي ته لاره هواره کړي.
بله خوا د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازي رولانډ کوبیا ویلي، که چېرته د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي د بیا پیلېدو رپوټونه تائيد شي، دا به د هغې هوکړې سره په ټکر کې وي چې په دوحه کې لاسلیک شوه.
پژواک خبري اژانس د ښاغلي کوبیا له خولې لیکلي، دا د ګواښونو نه، بلکې د باور جوړولو او په رغنده ډول د مخکې تلو وخت دی.
تر دې وړاندې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قوماندان هم پرون دوشنبه ویلي وو، د متحده ایالات تمه ډېره روښانه ده،‌ او هغه دا چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمښت باید دوام وکړي.‌


د مطلب کود: 204771

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/interview/204771/یوناما-او-اروپایي-ټولنې-د-اورکم-دوام-غوښتنه-وکړه-خو-۱۶-ولایتونو-کې-بریدونه-شوي

آوا
  https://www.avapress.com