کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ډېر ژر به د افغانستان په شمال کې د کلفت بندر بېرته فعال شي

16 میزان 1393 ساعت 18:27


د افغانستان په شمال کې د کلفت بندر په نيژدې راتلونکي کې بيرته فعال کيږي.
په جوزجان ولايت کې د افغانستان د سوداګرۍ وزارت چارواکو په دې هکله خبر ورکړی دی.
دا بندر له افغانستانه د شوروي اتحاد د ځواکونو له وتلو وروسته غير فعاله شو.
د افغانستان د نفتي موادو د ادارې ریيس فريدالله شيرزي د دې بندر بېرته پرانيستل د افغانستان لپاره مهم وبلل؛ ځکه چې دلته وچه لاره نشته، د کښتيو له لارې کېدای شي افغانستان ته زرګونه ټنه ګاز او نفت راوړل شي.
د کلفت بندر چې د افغانستان تر ټولو پخوانی بندر دی؛ د جوزجان ولايت د قرقين ولسوالۍ سره په ۲۰ کيلو متره فاصله کې موقعيت لري او د بېړيو له لارې افغانستان له ترکمنستان سره نښلوي.


د مطلب کود: 100100

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/100100/ډېر-ژر-د-افغانستان-په-شمال-کې-کلفت-بندر-بېرته-فعال-شي

آوا
  https://www.avapress.com