دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۹:۵۵
د مطلب کود : 100110
عظیمي: امریکا به د روان کال تر پایه ۶۲ هلیکوپټرې افغان ځواکونو ته ورکړي
دفاع وزارت وایي، د امریکا متحده ایالات به د روان میلادي کال تر پایه دوه شپيته هلیکوپټرې افغان امنیتي ځواکونو ته ورکړي.
د دغه وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي نن آزادي راډيو ته وویل؛ چې دغه الوتکې له امریکا سره د مخکیني توافق له مخې د افغانستان دفاع وزارت ته سپارل کیږي:
"د امریکا له متحده ایالتو سره د دفاع وزارت د توافقاتو له مخې؛ ټاکل شوې دوه شپیته امریکایې هلیکوپټرې د روان کال تر پایه افغانستان ته ورکړل شي."
نوموړی وایي، د افغانستان هوایي ځواک به د ۲۰۱۶ میلادي کال تر پایه دومره مجهز شي څو وکړای شي؛ خپلې اړتیاوي پوره کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcizuazut1auz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته