دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۳۳
د مطلب کود : 100185
جمهور رئیس احمدزي په کابل کې د ملګرو ملتونو د سازمان د ځانګړي استازي له مرستیالانو سره وکتل

د افغانستان جمهور رئیس ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي، نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان د سرمنشي د ځانګړي استازي له مرستیالانو نیکولاس هایسوم او مارک بوډن سره په ارګ کې وکتل.
په دغه کتنه کې له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د سازمان د مرستو د دوام، پراختیا او د افغانستان حکومت ته پر خپل وخت  د دغو مرستو د سپارلو په باب خبرې وشوې.
د هېواد جمهور رئیس ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي د بې ځایه شویو او مرستو ته د اړو افغانانو د ژوندانه د ښه والي لپاره د افغانستان د حکومت له چمتوالي څخه ډاډ څرګند کړ، وې ویل، موږ غواړو هغو افغانانو ته چې د جګړې له امله بې کوره او یا هم له یوې سیمې څخه  بلې سیمې ته کوچېدلي دي د ژمي له را رسېدو وړاندې لازمې مرستې برابرې کړو له دې امله د ملګرو ملتونو له سازمان څخه غواړو چې خپلې مرستې د افغانستان له حکومت سره په بشپړې همغږۍ کې ګړندۍ او د اړوندو ادارو په واک کې ورکړي.
همدا راز په دې کتنه کې جمهور رئیس احمدزي د ملګرو ملتونو له سازمان څخه وغوښتل چې دغه سازمان دې د څرخي پله د مرکزي زندان د زندانیانو د درملنې لپاره د یو سمبال کلینیک او په دغه زندان کې د سواد د زده کړې د یو مرکز د رامنځته کېدو په برخه کې همکاري وکړي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د سازمان د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیالانو د افغانستان له نوي حکومت سره د دغه سازمان د مرستو او همکاریو له دوام او پراختیا څخه د ډاډ د څرګندولو په ترڅ کې وویل چې د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې د بې ځایه شویو او مرستو ته د اړو افغان وګړو ستونزې درک کوي او د ژمي له را رسېدو وړاندې به خپلې لوژستیکي مرستې اړوکسانو ته و رسوي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcaawn6m49nw61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته