دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۵۲
د مطلب کود : 100219

د افغانستان لویه څارنوالۍ وایي؛ تر راروانې دوشنبې پورې د څرخي پله د زندانیانو لسټ ولسمشر اشرف غني احمدزي ته سپاري.
د لویې څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري نن ازادي راډیو ته وویل؛ له پنجشنبې ورځې راهیسې په دې لیسټونو کار روان دی چې؛ د لومړنۍ، استیناف او تمیز محکمو دوسیې په کې شاملې دي.
ولسمشراشرف غني احمدزي د تېرې چهارشنبې په شپه د څرخي پله له زندانیانو سره وکتل او په لویې څارنوالۍ یې امر وکړ چې؛ تر راتلونکې دوشنبې دې د دغو زندانیانو بشپړ لیسټ ده ته وسپاري.
له زندانیانو سره د ولسمشر احمدزي د لیدنې هدف په عدلي او قضايي سیسټم کې د اصلاحاتو راوستل بلل شوي.

سرچينه : دصدای افغن خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcizuaz3t1aur2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته