نن له غرمې مخکې د کابل په میوند واټ کې یوه چاودنه وشوه.
د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي ازادي راډیو ته وویل؛ چاودنه نن شاوخوا لس بجې د یوه ملي سوداګر په هایلکس ډوله موټر کې د مقناطیسي ماین له امله وشوه چې؛ چاته په کې مرګژوبله نه ده اوښتې.
ستانکزي وویل، په دې پيښه کې یواځې موټر لږ ویجاړ شوی دی.