دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۱۸
د مطلب کود : 100350
دامریکا او صهیونیزم سیاستونه دمسلمانانو اصلي او حقیقي دښمن دي

دایران داسلامي انقلاب ستر لارښود وفرمایل هر هغه اقدام چې د شیعه او سني داختلافاتو او احساساتو د راپاریدا سبب شي له امریکا، له خبیث انګلستان اوله  صهیونیزم یعني د جاهل ، متحجر او دګوډاګي تکفیري بهیر له رامینځته کونکو سره مرسته کوي .
دایران داسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي نن دغدیر دنیکمرغه اختر په مناسبت  له زرګونو خلکو سره په کتنې کښې په شخصي او خصوصی مسایلو کښې ددین منحصر کولو او له سیاست څخه د اسلام دجدا  کولو لپاره د اسلامي امت ددښمانانو هدفمنو تبلیغاتو ته په اشارې سره زیاته کړه د غدیر خم پیښه ددغه سیکولر نظر په نفي کولو کښې داسلام مستحکم او روښانه منطق دی ځکه چې غدیر خم په سیاست او حکومت کولو داسلام د ټینګار او پام بیلګه  ګڼل کیږي .
 داسلامي انقلاب ستر لاښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي دایران داسلامي جمهوریت له اړخ ورکونکي او جذاب تفکر سره مقابله د مسلمانانو ترمینځ د اختلاف د رامینځته کولو په زمینه کښې د استکبار ډډیرې پانګونې اصلي عامله وبلله او جوته یې کړه امریکا، صهیونیزم او د تفرقې رامینځته کولو تجربه کار متخصص یعني د انګلستان خبیث حکومت دایران داسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته له اصلي دښمانانو د شیعه او سني د ذهنونو دمنحرفولو او داختلاف اچولو لپاره خپلې هڅې ډیرې زیاتې کړي دي .
دایران داسلامي انقلاب ستر لارښود په عراق ، سوریې او ځینو نورو هیوادونو کښې دتکفیري بهیر رامینځته کول دمسلمانانو ترمینځ د اختلاف درامینځته کولو لپاره د مستکبرانو د پلانونې نتیجې وبلله  او ويې فرمایل هغوې القاعده او داعش ډلې  دتفرقې درامینځته کولو او دایران له اسلامي جمهوریت سره دمقابلې لپاره جوړې کړې خو اوس دغه اوور ددوې لمن ته غزیدلی دی .
هغه حضرت په سیمه کښې روانو پیښو ته په اشارې سره وفرمایل دغو پیښو ته دقیق او له شننې ډک نظر ددې ښودنه کوي چې امریکا او دهغې ملګرو هیوادونو هڅه  چې په دروغو یې له داعش سره مقابله نومولي ده له دې زیات چې  ددغه بهیر  دنطفو دتباه کولو کوشش وکړي دمسلمانانو ترمینځ د دښمنۍ د رامینځته کولو او د تفرقې اچولو ته متوجه ده .
دایران داسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی خامنه اي ټینګار وکړ هر کس چې اسلام ته پاې بند دی او دقران واکمنۍ مني که  هغه شیعه وي او که سني باید خبر ووسي چې دامریکا او صهیونیسټ رژيم سیاستونه د اسلام او مسلمانانو اصلي او حقیقي دښمن دی .

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcen78z7jh87xi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته