کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هر کال نژدې ۲۵ زره افغانان لږترلږه په یوه سترګه ړندېږي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 24 میزان 1393 ساعت 14:16


تاند- د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې هر کال شاوخوا ۲۵ زره افغانان لږترلږه په یوه سترګه ړندېږي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن /چهارشنبه/ د سترګو د نړیوالې ورځې په مناسبت دا هم وویل چې هر کال د افغانستان د ټول نفوس نژدې یو نیم فیصد د سترګو د نظر له ستونزو سره مخامخ کېږي.
د افغانستان د عامې روغتیا مرستیال وزیرې ناجیې طارق ترخم او دغه راز د ویټامین اې کموالی په افغانانو کې د سترګو د نظر د ستونزې او پرده او ټپونه د ړندوالي لوی عوامل وبلل.
دې د سترګو له ناروغانو وغوښتل چې په خپل سر د سترګو درمل اسعمال نه کړي او هغه طبي عینکې په سترګو کړي چې ډاکترانو ورته تجویز کړي وي.
د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت په وینا په دې هیواد کې د سترګو په سلو کې ۹۰ ناروغۍ د کنټرول او درملنې وړ دي.
د څېړنو له مخې نابینايي تر نارینه وو په ښځو کې زیاته عامه ده.


د مطلب کود: 100502

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/100502/کال-نژدې-۲۵-زره-افغانان-لږترلږه-په-یوه-سترګه-ړندېږي

آوا
  https://www.avapress.com