دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۱۶
د مطلب کود : 100773
جمهور رئیس احمدزي په کابل کې د ازبکستان سفیر خپل حضورته ومانه
د افغانستان جمهور رئیس ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي په کابل کې د ازبکستان سفیر ښاغلی یادګار شادمانوف خپل حضور ته ومانه.
په دغه کتنه کې چې پرون مازیګر په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو، په ځانګړې توګه د امنیتي مسایلو، د سړکونو او د اوسپنې پټلۍ د جوړېدو په اړه خبرې وکړې.
ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اړیکې تاریخي او لرغونې وبللې، وې ویل چې د دغو تاریخي اړیکو ثبوت د بلخ او بخارا د ښارنو ترمنځ مناسبات دي.
جمهور رئیس په دې باندې د ټینګار په ترڅ کې چې د دواړو هېوادونو اړیکې باید د شانګهای د همکاریو د سازمان په چوکاټ کې لا پراخې شي، وویل، افغانستان غواړي چې د ازبکستان له لارې د اروپا له بازارونو سره وصل شي.
ډاکټر احمدزي، دې ته په اشارې سره چې ازبکستان په ساختماني برخه کې ښه ظرفیتونه او تجربه لرونکي او تکړه انجنیران لري، وویل، افغانستان لېوال دی چې له دغو ظرفیتونو څخه استفاده وکړي.
د افغانستان جمهور رئیس څرګنده کړه چې تروریزم زموږ ګډې ګټې له خطر سره مخامخ کړي دي له دې امله باید د هغه پرخلاف جدي اقدامات ترسره شي.
په مقابل کې په کابل کې د ازبکستان سفیر ښاغلي شادمانوف د دې په ترڅ کې د افغانستان د جمهور رئیس په توګه د ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي د ټاکل کېدو له امله یې هغه ته مبارکي وویله، څرګنده یې کړه چې ازبکستان او افغانستان نیک ګاونډي هېوادونه دي او له یو بل سره نیږدې کلتوري او دودیزې
اړیکې لري، وویل، هېواد یې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت غوښتونکی دی او د ملي وحدت د حکومت په جوړېدو سره به د ترانسپورت، د برېښنا انرژۍ، د اوسپنې پټلۍ، سوداګرۍ او ترانزیت په برخوکې له افغانستان سره خپلې همکارۍ پراخې کړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcd5z0fsyt0z56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته