دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۷:۱۳
د مطلب کود : 100798
د چین هېواد ته د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني احمدزي، د نیږدې کېدونکي سفر

د افغانستان جمهور رئیس ډاکټر محمد اشرف غني احمدزی د چين د جمهور رئیس شي جینګ پینګ په رسمي بلنه په راتلونکې اوونۍ کې د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د هغه هېواد پلازمېنې بیجینګ ته درې ورځنی سفر کوي.
جمهور رئیس احمدزی به چین ته د خپل دغه درې ورځني سفر په ترڅ کې له خپل چینایي سیال شي جینګ پینګ سره پرکتنې سربیره د چین له صدراعظم او د پارلمان له رئیس سره هم وګوري.
د دغه سفر په لړ کې به د دواړو هېوادونو د جمهورو رئیسانو په حضورکې د افغانستان او چین ترمنځ د همکارۍ څو موافقه لیکونه هم لاسلیک شي.
جمهور رئیس احمدزی به د چین د خلکو جمهوریت ته د دغه رسمي سفر په څنډه کې د افغان او چینایي پانګوالو او سوداګرو په غونډه کې ګډون وکړي او د هغه هېواد له سترو تاسیساتو او بنسټونو څخه به هم لیدنه وکړي.
ډاکټر محمد اشرف غني احمدزی به د بیجینګ ښار د شینهوا په پوهنتون کې وینا وکړي او په یوه ګردي میزکې به له یو شمېر کار پوهانو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخوکې د اړیکو، سیمه ایزو او نړیوالو مسایلو په باب خبرې وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaown6a49nw01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته