کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رئیس احمدزی د عمرې حج د اداکولو لپاره سعودي عربستان ته روان شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 عقرب 1393 ساعت 11:14


 د افغانستان جمهور رئیس ډاکټر محمد اشرف غني احمدزی د عمرې حج د اداکولو لپاره د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن سهار سعودي عربستان ته روان شو.
د افغانستان جمهور رئیس او ملګری پلاوی به یې د دغه سفر په بهیر کې د عمرې حج پر اداکولو سربیره د سعودي عربستان له ولیعهد او د دغه یو هېواد له یو شمېر چارواکو سره وګوري او د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په باب به ورسره خبرې وکړي.
د افغانستان له جمهور رئیس ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي سره په دغه سفر کې د جمهوري ریاست لومړی مرستیال ستر جنرال عبدالرشید دوستم، د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال انجنیر محمدخان، د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې د جمهور رئیس فوق العاده استازی احمدضیا مسعود، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر،د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ضرار احمد عثماني، د افغانستان د علماوو د سراسري شورا رئیس مولوی قیام الدین کشاف، د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رئیس معصوم ستانکزی او د جمهوري ریاست ویاند نظیف الله سالارزی ملګرتیاکوي.
د افغانستان جمهور رئیس د خپلو انتخاباتي کمپاینونو په بهیر کې د افغانستان له خلکو سره ژمنه کړې وه چې د افغانستان د نوي جمهور رئیس په توګه به خپل لومړنی بهرنی سفر په بیت الله شریف کې د عمرې حج له اداکولو پیل کړي.


د مطلب کود: 100981

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/100981/جمهور-رئیس-احمدزی-د-عمرې-حج-اداکولو-لپاره-سعودي-عربستان-ته-روان-شو

آوا
  https://www.avapress.com