دخپریدو نیټه :شنبه ۳ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۵۳
د مطلب کود : 101007
سیګار: د ټلویزیوني خپرونو په وسایلو مجهز ۳موټر له اصلي بیې درې برابره ګران پېرودل شوي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی سرمفتش وايي چې د امریکا حکومت د افغانستان لپاره د ټلویزیوني خپرونو په وسایلو مجهز درې موټر له خپلې اصلي بیې درې برابره ګران پېرودلي دي.
د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې یا سیګار په یوه لیک کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزارته غوښتنه کړې چې د دې موټرو د معاملې څرنګوالی توضېح کړي.
سیګار وايي، د ټلویزیوني خپرونو د دې سیارو دستګاوو د رانیولو هدف د سپورتي پروګرامونو- لکه د کرکټ، فوټبال او بزکشۍ په څېر د مسابقو خپرول و، خو دا اداره وايي چې له دې موټرو څخه تراوسه ګردسره کار نه دی اخیستل شوی.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdce7z8zfjh877i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته