کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل، فاریاب، ننګرهار، نیمروز او لوګر ولایتونو کې د ترهګرو د(۵) ډلو نیونه!

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 عقرب 1393 ساعت 16:52


د ملی امنیت لوی ریاست موظفینو د ترهګریزو کړنو پر وړاندې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې:
۱- د هلمند ولایت د نادعلی ولسوالی تش په نامه ولسوال په ګدون ۴ تنه تروریستان چې د ډیورند فرضي کرښې هاخوا څخه د پوځي او ترویستی کړنو د زده کړی وروسته د تروریستی او ورانکارو کړنو په موخه هیواد ته راستول شوي ول، د کابل ښار له اړوندو سیمو څخه نیول شوي دي.
۲- ۶ تنه تروریستان چې د فاریاب ولایت په اړوندو سیمو کې په یو لړ ترهګریزو او ورانکارو کړنو کې رغنده ونډه درلوده نیول شوي او د تروریستان له یو پټنځای څخه ۲ عدده ځانمرګي واسکټونه او ۷ کړۍ ماینونه هم تر لاسه شوي دي.
۳- یو تن ماین خښوونکی تروریست په نوم د عاقل خان د لوګر ولایت د کنجک سیمی اوسیدونکي چې غوښتل یې د امنیتی ځواګونو پر وسایطو باندې د بریدونو په موخه د کنجک په سیمه کې د لوګر- کابل په لویه لاره کې ماینونه ځای پر ځای کړي، نوموړی له ۳ عدده په لاس جوړ شویو ماینونو او یو اندازه چاودیدونکو توکو او وسایلو سره یو ځای ونیول شو.
۴- همدا رنګه ۴ تنو تروریستانو چې د ننګرهار او نیمروز ولایتونو په اړوندو سیمو کې په یو لړ ترهګریزو او ورانکارو کړنو کې رغنده ونډه درلوده له یو عراده سراچه ډوله موټر او یو اندازه چاودیدونکو توکو او وسایل سره یو ځای نیول شوي دي.
دا چې په دې وروستیو کې د هوا د ښه والی له امله د وسلوالو مخالفینو په حملاتو او هلوځلو کې زیات والی رامنځ ته شوی، خو د هغوی په نیونه او له منځه وړلو کې هم د امنیتی ځواکونو لخوا ګړندیتوب رامنځ ته شوی دی.
د یادو ترهګرو ډلو په نیولو او د ماینونو او چاودیدونکو توکو په کشفولو سره د افغانستان د سولې او ثبات د دښمنانو د یو لړ خونړیو بریدونو مخه ونیول شوه.


د مطلب کود: 101026

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/101026/په-کابل-فاریاب-ننګرهار-نیمروز-او-لوګر-ولایتونو-کې-د-ترهګرو-۵-ډلو-نیونه

آوا
  https://www.avapress.com