کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رئیس احمدزي د عمرې حج مراسم پرځای کړل

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 4 عقرب 1393 ساعت 14:49


د افغانستان جمهور رئیس ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي او ملګري پلاوي یې، په سیمه ایز وخت نن په بیت الله شریف کې د عمرې حج مراسم پرځای کړل.
ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي د کعبې شریفې له طواف او په مسجدالحرام کې د دوه رکعتو لمونځ له اداکولو وروسته په افغانستان کې د تل پاتې سولې د تامین، د افغانانو ترمنځ د د اتحاد او اتفاق دلا ټینګښت، د ټول مسلمه امت او په ځانګړي ډول د افغان ځوریدلي ملت د سوکالۍ او نیکمرغۍ لپاره د لوی خدای په دربارکې دعا وکړه.
جمهور رئیس احمدزی او ملګری پلاوی یې نن غرمه مدینې منورې ته و رسېد چې د مدینې منورې د امیر شهزاده فیصل بن سلمان بن عبدالعزیز او په سعودي عربستان کې د افغانستان د سفیر سید احمد عمرخیل لخوا ورته تود هرکلی وویل شو.
د افغانستان جمهور رئیس ډاکټر محمد اشرف غني احمدزی او ملګری پلاوی یې بیا د حضرت محمد (ص) زیارت ته لاړ او په نبوي جومات کې یې  د دوه رکعتو لمونځ له اداکولو وروسته په آن حضرت او د هغه په یارانو درود و وایه.
په پام کې ده چې د افغانستان جمهور رئیس ډاکټر محمد اشرف غني احمدزی سبا د سعودي عربستان د شاهي هېواد له چارواکو سره وګوري او د دوه اړخیزو مناسباتو او د یو شمېر نورو سیمه ایزو مسلو په باب به ورسره خبرې وکړي.


د مطلب کود: 101064

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/101064/جمهور-رئیس-احمدزي-د-عمرې-حج-مراسم-پرځای-کړل

آوا
  https://www.avapress.com