دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۱۵
د مطلب کود : 101073
په غزنی ولایت کې د ترهګرو، انسان تښتوونکو، د وسلو، مهماتو او نیشه یې توکو د قاچاقبرانو د ۵ ډلو نیونه!
د ملی امنیت لوی ریاست د منسوبینو د هلوځلو او د تروریستی کړنو د مخنیوي په موخه د بیلابیلو ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د تروریستی کړنو، انسان تښتوونکو، وسلو،مهماتو او نیشه توګو د قاچاقبرانو ۵ ډلي چې شمیر یې ۲۱ تنو ته رسیږي او د غزنی ولایت په اړوندو سیمو کې د دولتی کارمندانو، قومی مشرانو، دینی علماو، روحانیونو، د شتمنو کسانو په تښونه، د وسلو، مهماتو او نیشه توکو په قاچاق کې رغنده ونډه درلوده، له ۱۵۵ میلو ټی ټی تفنګچو، ۱۰۰ میلو میکاروف تفنګچو، ۵۶۰ کیلوګرامه نیشه یې توکو، په سلګونو فیرو مرمیو، شاژورونو او د ډول ډول وسلو له پرزه جاتو سره یو ځای نیول شوي دي.
نیول شویو ترهګرو د ۱۸ تنو دولتی کارمندانو، قومی مشرانو، دینی علماو او روحانیونو په ترور کې ،د ۴ تنو ملی تجارو په تښتونه او د غزنی ولایت په اړوندو سیمو کې ترهګرو ډلو ته د وسلو او مهماتو په لیږدولو کې لاس درلود.
د یادو ترهګرو، انسان تښتوونکو او د وسلو او مهماتو د قاچاقبرانو نیونه دملی امنیت لوی ریاست د زړورو منسوبینو د میړانی او سرښندنو ښکارندوي کوي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchqznzx23nvvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته