خوښ ديک ۰

دافغانستان د دولت،اجرایی رئیس، دایران سره د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ

دافغانستان د دولت،اجرایی رئیس، دایران سره د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ

دافغانستان  د ملی  وحدت  د دولت  اجرایی رئیس، عبدالله عبدالله، دایران  داسلامی  جمهوریت سره، د دوه  اړخیزو اړیکو په  پراختیا او تقویی باندی  ټینګار وکړ .
زموږ  دخبریال  د رپوټ  له  مخی، دافغانستان  د ملی  وحدت  د دولت  داجرایی ریاست  دفتر،  په  یوی  بیانیه کی  اعلان  وکړ چی، عبدالله  عبدالله، په  افغانستان کی  دایران  داسلامی  جمهوریت  د سفیر، محمد رضا بهرامی، په کتنه کی، د مختلفومسایلو، منجمله د دؤو اړخیزو اړیکو پر  پیاوړتیا او ټینګښت  باندی  ټینګار  وکړ .
عبدالله، په  دی  کتنه کی، دافغانستان  د دولت  او ملت سره، دایران  داسلامی  جمهوریت  د دایمی  همکاریو څخه  قدرونه  وکړه ، او ویی ویل :  د ملی  وحدت  دولت، په  ټولو زمینوکی،  دایران  سره  د دؤو اړخیزو اړیکو د پراختیا او ساتنی  غوښتونکئ دئ .
دایران  سفیر هم، په  افغانستان کی  د ملی  وحدت   د دولت   له  جوړیدو څخه، د هرکلی کولو په  ضمن کی، د کابل  او تهران  د دؤو اړخیزو اړیکو د پراختیا په  ضرورت  باندی  ټینګار وکړ، او په ایران کی  د استوګن  افغان  مهاجرینو د مسئلی  په  باره کی، د دؤو هیوادونو تر منځ،  د  لا زیاتی  غږ ملتیا غوښتونکئ شو.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
دوشنبه ۵ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۳۷
د مطلب کود: 101126 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *